ایکنا - د سعودي عربستان د «ملک عبدالعزیز» د نړیوالو قرآنی سیالیو چې د حفظ، تلاوت او د قرآن د تفسیر د برخو پنځه څلويښتم پړاؤ دی ،نن د زمري په ۱۸ نېټه به د مکې مکرمې په مسجد الحرام کې پیل شي.

ایکنانیوزد «daralmaref.com» له قوله راپور راکړ، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبلیغاتو او ارشاد وزارت په نوښت او څارنې سره دغه سیالۍ ترسره کېږي او د ۱۲۸ هېوادونو استازي به پکې برخه اخلي، چې دا د دغو سیالیو د پیل راهیسې تر ټولو زیات شمېر ګډونوال دي. دا کار د دغو سیالیو نړیوال ځای او د نړۍ په کچه مخکښ رول څرګندوي.
د عربستان د اسلامي چارو وزیر شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز آلالشیخ، وویل: زمونږ وزارت ویاړي چې دغه ریښه لرونکې او له لوړ مقامه برخمنې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي، کوم چې هر کال د خدای د کتاب حافظان د نړۍ له ګوټ ګوټه په تر ټولو پاکې سیمې کې راټولوي.
دغه سیالۍ په پنځو برخو کې کېږي:
https://iqna.ir/fa/news/4298876