IQNA

په قرآن کريم کې استغفار/۳

د حضرت علي‌(ع) په کلام کې د استغفار حقيقت

13:44 - December 10, 2025
د خبر لمبر: 3492139
ایکنا- حضرت امامعلي‌(ع) په يو روايت کې د استغفار حقيقت بيانوي او د هغه شپږ شرطونه يا حدونه ټاکي.

ایکنانیوز راپور راکوي،په روايت کې راغلي چې کُميل بن زياد له حضرت امامعلي‌(ع) څخه  پوښتنه کوي: بنده ګناه کوي او بيا د هغې لپاره له خدايه بخښنه غواړي، د استغفار معنی څه ده؟ حضرت په لنډو ټکو کې استغفار توبه بللې. کُميل د استغفار د څرنګوالي پوښتنه کوي. حضرت ورته وايي: «کله چې بنده ګناه وکړي، خپلې شونډې او ژبه وخوځوي او ووايي: أستغفرُ اللّهَ، او نيت ئې دا وي چې دا خبرې د حقيقت بدلې کړي،  کُميل پوښتي چې حقيقت څه ته وايي؟ حضرت فرمايي: «د زړه باور او کلک هوډ چې هغه ګناه چې  له امله ئې  استغفار کوي بيا ئې  تع  تکراروي::

کُميل وايي: که دا مې وکړل، زه بيا د مستغفرینو له ډلې يم؟ حضرت فرمايي: «نه، ته لا د استغفار اصل ته نه يې رسېدلی».

کُميل بيا د اصل پوښتنه کوي. حضرت وايي: «اصل يې دا دی چې د هغه ګناه په اړه رښتينې توبه وباسې چې ترې استغفار کوې، او دا د عبادت کوونکو د مرتبو لومړۍ درجه ده، او ګناه پرېښودل دي. استغفار يو نوم دی چې شپږ معناوې لري:

۱. د تېرې کړي (ګناه) له امله پښېماني.

۲. دا پریکړه چې نور دې ګناه ته هېڅکله بېرته ور و نه ګرځې.

۳. دا چې د هر مخلوق حق چې ستا په غاړه دی، ادا کړې.

۴. دا چې د هر هغه فرض او حکم په ادا کولو سره چې د الله حق دی، خپل قصور جبران کړې.

۵. دا چې هغه غوښه چې د حرام له لارو دې بدن ته رسیدلې ده، په هغه کې داسې بدلون راولې چې ختمه شي، تر دې چې پوستکی پر هډوکي   ونښلي، بيا پرې حلاله او پاکه غوښه راټوکېږي.

۶. دا چې د عبادت سختي پخپل  بدن  احساس کړې ، لکه څنګه چې د ګناه خوند ئې څښلی وي.

په دې تعريف کې واقعي استغفار له توبې سره یوځاي کیږي، خو لکه څنګه چې حضرت بزرګوار د استغفار د حقيقت په اړه وويل، د استغفار روح او حقيقت د زړه پښېماني ده؛ ځکه تر هغې چې انسان په رښتینې توګه د خپلې خطا له امله پښيمانه نه وي، له خدايه د مغفرت غوښتنه په حقيقت نه شيبدلیدلی. لکه څنګه چې امام رضا‌(ع) فرمايي: «هغه څوک چې په ژبه استغفار کوي خو پښېمانه نه وي، حقيقت کې خپل ځان مسخره کوي .

پر دې اساس اميرالمؤمنين‌(ع) «له زړه پښېماني» د توبې يو اساسي بنسټ بولي. د پښېمانۍ ونډه په رښتينې استغفار کې دومره مهمه ده چې په يو بل حديث کې فرمايي: «پښېماني (په خپله) استغفار دی». د اميرالمؤمنين‌(ع) دا وينا د حق د پېژندلو او تعريف چورلیز دی او مبالغه نه ده؛ ځکه چې رښتينې پښېماني د ګناه  د نه تکرار پرېکړه او د تېرې ګناه  جبرانول  له ځان سره لري. نو د استغفار هغه ټول شپږ شرطونه چې حضرت علي‌(ع) ياد کړي، د همدې رښتینې پښېمانۍ (چې د استغفار روح دی) سره تړلي دي. البته د نورو لپاره استغفار کول يوازې د هغوی لپاره له خدايه د بخښنې غوښتل دي. 

https://iqna.ir/en/news/3495227

captcha