
ایکنانیوز د IUMS په حوالهراپور راکړی، په قرآن کې د پېغمبرانو د کیسو (قصص) دانشنامه د ډاکټر علي محمد الصلابي اثر دی؛ هغه د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې عمومي منشي، لیبیایي لیکوال او څېړونکی دی. دا اثر د حضرت یوسف، حضرت ایوب او حضرت موسی (علیهمالسلام) په څېر د پېغمبرانو د ژوند له کیسو الهامبخښونکي بېلګې وړاندې کوي، څو د بحرانونو پر وړاندې د مقابلې لارې وښيي.
د دې کتاب مطالعه د دې لامل ګرځي چې د قرآن معناوې د لوستونکي ذهن ته ورنږدې شي، او هغه کمزوري کیسې، خرافات او بېبنسټه خبرې ترې لیرې شي، همدارنګه د ظلم او بېدینۍ پر وړاندې د دیني، اخلاقي، تاریخي، سیاسي، اقتصادي او تمدني پوهاوي کچه لوړه کړي.
الصلابي د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې د رسانه ایز دفتر سره په یوې مرکه کې د دې موضوع د لیکلو د هدف په اړه وویل: د دې دانشنامې د لیکلو مفکوره هغه مهال رامنځته شوه چې زه په ۲۰۱۵ کال کې د «سانت اجیدیو» د سازمان (چې د سولې په برخه کې د مدني ټولنې یو سازمان دی) په بلنه ایټالیا ته ولاړم او هلته مې له یو شمېر دوستانو سره ولیدل. هلته د «د انسان په ژوند کې د سولې د ارزښت» په اړه بحث پیل شو او خبرې د حضرت عیسی(ع) تر موضوع ورسېدې. په ګډونوالو کې یوه ایټالوي کاتولیکه ښځه هم وه چې د عربي ژبې ژباړنه وه او زموږ او کشیشانو یا پادریانو ترمینځ خبرې یې ژباړلې. په دې بحث کې دې پایلې ته ورسېدو چې قرآن کریم هغه سرچینه ده چې د عیسی مسیح(ع) په اړه بشپړ حقیقت د عقیدې، تاریخ او د حضرت عیسی او حضرت مریم(علیهماالسلام) اړوند پوښتنو له نظره بیانوي. همدارنګه په قرآن کې ځینې سورې لکه آل عمران، مریم، مائده او نورې شته چې د حضرت عیسی(ع) کیسې ته ځانګړې شوې دي.
هغه زیاته کړه: دا کتاب چې «د مسیح بشپړ حقیقت، عیسی بن مریم» نومېږي، په پراخه کچه خپور شو او څو ژبو ته وژباړل شو. ما د دې کتاب په اړه په اروپا کې پوهنتوني ناستې هم ترسره کړې. په دغو ناستو کې ځینو باور درلود چې دا د دې الهي پېغمبر په اړه یو نوی روایت وړاندې کوي چې په کاتولیک فرهنګ کې نشته.
هغه وویل: له حضرت عیسی(ع) وروسته مې د اولوالعزم پېغمبرانو د سیرت لیکلو ته مخه کړه. له همدې امله مې له حضرت نوح(ع) څخه پیل وکړ او وروسته مې د حضرت آدم(ع) کیسه ولیکله. په دې لړ کې دې نتیجې ته ورسېدم چې قرآن د بشري حافظې ستره خزانه ساتي او داسې سترې بیلګې وړاندې کوي چې انسان ترې پیروي کولی شي.
الصلابي د دې دانشنامې د هدف په اړه وویل: د دې ټولګې موخه د انسان او قرآن ترمنځ اړیکه ټینګول، د توحید پیاوړتیا، د پېغمبرانو د رسالت عقلي بیانول، د باطل پر وړاندې د هغوی د مبارزې طریقې بیانول، د عملي مثالونو وړاندې کول او د ژوند د سترو پوښتنو ځواب ویل دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې «قرآني کیسې څنګه کولای شي د اوسمهاله انسان د ننګونو لپاره واقعي حل لارې وړاندې کړي؟» وویل: قرآني کیسې له حقیقي بیلګو یا مثالونو ډکې دي چې انسان ته د ازمیښتونو او ستونزو پر وړاندې د سم چلند الهام ورکوي. د بېلګې په توګه د حضرت یوسف(ع) کیسه د صبر، پاکدامنۍ، پلان جوړونې، د فتنو پر وړاندې د درېدو او په پای کې د بریا نمونه ده، او دا کیسه د ځوانانو لپاره الهامبخښونکې ده.
همدارنګه د حضرت ایوب(ع) کیسه د ښکلي صبر بېلګه ده او د سختیو او کړاوونو پر مهال د الله تعالی د نیکو نومونو ته د توسل ښوونه کوي.
هغه په پای کې وویل: د قرآن ټولې کیسې پر ما اغیزې شیندلي دی، خو د حضرت موسی(ع) کیسهې پر ما تر ټولو زیات اغېز کړې ده؛ ځکه چې هغه د فرعون د ظالم حکومت پر وړاندې ودرېد، د خپل قوم له ځورونو سره یې صبر وکړ، او دا چې څنګه یې د مستضعفانو د ازادۍ لپاره مقاومت وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4322621