
د انسان به څیر له محدودو مجوداتو څخه دالهی نصرت غوښتنه د هغه د امتحان او انګیزه ورکونې لپاره ده او که په دغه امتحان کې بریالی شي، نو جایزه ترلاسه کوي؛ مثلا جبهې ته د ځواک د لیږد په باب فرمائي؛ قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ» (توبه: 14)؛یعنی له دښمن سره مقابله وکړئ چې خداوند د تاسو مرستیال دی او د تاسو په لاسونو سره کافرانو باندې عذاب نازولي.::
البته هغه مهال چې مبارزان دجنګ میدان ته ځي او الهی معجزې ویني ، نو له لالوړ معرفته برخمن کیږي؛ نو ځکه د قرآن تعبیر لا ژوریږي او فرمائي؛ فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ» (انفال: 17)؛تاسو کافران نه دی وژلي ،بلکې خداوند ؤ چ ې د جبهې چارې ئې اداره کړې او کافران ئې له مینځه یوړول.:
پر دې اساس د لارې په پیل کې د مجاهدینو د هڅولو او د هغوي د روانیدا د لارې لپاره بیانوي؛ مبارزه وکړئ چې خدای دتاسو مرسته کوی، البته هغه مهال چې د خداوندمتعال بلنه ئې ومنله، نو ددغه صالح عمل جایزه افعالی توحید ته په رسیدا کې یو ځيری دی.
په افعالی توحید معرفت ، یوه داسې ترټولو برلاسه جایزه ده خداوند سبحان ئې مقاومت کونکي مبارز ته ډالۍ کوي. دا چې خداوند متعال د هغوي هرڅه او ولی دی؛ حتی هغه غشی چې له لیندئ ویشتل کید، نو د مجاهدینو په اختیار کې نه ؤ او خداي تعالی دی چې هغه په هدف غورځوي.؛ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى»(انفال: 17).
https://iqna.ir/en/news/3496968