کد خبر: 1216743
تاریخ انتشار : ۰۳ ارديبهشت ۱۳۹۲ - ۰۸:۰۷
د اسلامی ايران د وسله وال ځواك لوئې رستيزوالۍ بيانيه

سپاه پاسداران د ايران د ملت مزبوته قلعه او د اسلامی انقلاب د دوام ضامن دی

د اسلامی ايران د وسله وال ځواك لوئې د رستيزوالۍ په يوې اعلامیې كې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د رسمی تاسيس او اساسنامې د تضويبيدا د كليزې په درنښټ سره د دغه اورګان برخليك ټاكونكی حماسې او رول لوبول د ايران د ملت په ضد د سلطه ګر نظام او نړيوال استكبار د دسيسو د ماتې عمل وباله


سياسی ډله: د اسلامی ايران د وسله وال ځواك لوئې د رستيزوالۍ په يوې اعلامیې كې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د رسمی تاسيس او اساسنامې د تضويبيدا د كليزې په درنښټ سره د دغه اورګان برخليك ټاكونكی حماسې او رول لوبول د ايران د ملت په ضد د سلطه ګر نظام او نړيوال استكبار د دسيسو د ماتې عمل وباله


د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له وسله وال ځواك لوی درستيزې اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د اسلامی جمهوری نظام څلور ديرش كلن تاريخ ښئ چې سپاه د هيواد او ا نقلاب د اړتيا په ټولو ډګرونو كې د اقتدار او تاندوالی په اوج كې دی


د دغې اعلامیې په دوام كې راغلی دی د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك يو داسې اورګان دی چې هم د انقلاب له راتلو سره په يو وخت را پنځيدلی او د نظام او انقلاب او د امام خمينی د لوړو آئیډياؤ او ليدتوګو د ساتنې لپاره ئې درانه او ډير مسئوليتونه په غاړه درلودلی او په دې باب ئې د ايران په وياړمن تاريخ كې بې مخينې او غوره او ځلانده كارونه په يادګار كې ثبت دی.


دغه اعلاميه دينداری ، ولسی كيدا ، ولايت مداری ، سرښيندنه، پوځی میړانه، معنوی خلوص او سياسی بصيرت د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ځانګړنې بولی او د دغه ولسی او انقلابی اورګان په ضد د استكبار او د هغو د تالی څټی جبهې او د سلطې د نظام د رسنيئ او پروپیګنډيو يرغلونو د مخه نيونكی په ګڼلو سره روښانه كړې ده شك نشته چې د اسلامی ايران د ټكََوَلی دښمنانو او امريكا او صهونيسټ رژيم كينې، غوسه او له سپاه څخه د ويرولو پروژه چې د دغه ولسی اورګان په ضد د ډول ډول بنديزونو د اعمالولو ستر ښودل او زهرجن رسنئی پروپیګنډې او نفسياتی عملياتو په چوكاټ كې كیږی، د ايران د ملت او ټولنې د حياتی اړتياؤ د پوره كولواو د اسلامی انقلاب د ساتنې په ډګر كې د سپاه پاسدارانو د بې مخينې او ماته نه خوړونكو برياليتوبونو له امله او هم دا راز د شيطانی د سيسواو د هغوی د ايرانی ضد او انقلاب ضد دسيسو په وړاندې سرلوړی دی او هماغه راز به دخپل میړنی او شجاع ملت د ګټو او د ا سلامی انقلاب د هر ډول دفاع لپاره هر وخت چمتو او تيارسی وی.


1216391


captcha