IQNA

د مسلمان مورخانو د قرآن د تدوین تاریخ په هکله نظریه د لایدن پوهنتون له اړخه تایید شوه

20:39 - August 16, 2014
د خبر لمبر: 1439860
نړیواله ډله: د لایدن کتابتون، په دغه کتابتون کښې موجود د قرآن پخوانی توب معین کړو، د مسلمانانو مورخانو د روایتو له مخې دا قرآن د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د وفات نه 30 نه 70 کاله پس غونډولو باندې د رښتنې مهر ولګولو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «dp-news»ویب پاڼه نه په نقل، د نیدرلیند د لایدن پوهنتون کتابتون کښې د قرآن کریم موجوده نسخه چې تاریخ یی ۳۰ نه تر ۷۰ کاله د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له وفات نه ورستو ته رسې.

د دې قرآن پخوانی توب د جرمنی په پوهنتون کښې د ۱۴کربن(د پخوانی توب تاریخ معلومولو طریقه) په طریقه معلوم شوی او د دې قرآن د تدوین په هکله د مسلمان مورخانو نظریه تایید شوی.

دا قرآن په  پاپیروس او په څرمنې لیکلې شوې، آرنود فرولیک، د لایدن پوهنتون کتابتون مشر وایئ: مونږ ته دا په ډاګه شوه چې دا قرآن پخوانی دې او حجازی رسم الخط کښې لیکلې شوی.

د دې قرآن د راټولو په تاریخ کښې د مورخانو او د قرآن پوهانو اختلاف دې له ډېرو قرآن پوهانو نظریه دا ده چې دا د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په حکم هم د هغوی مبارکو په وخت کښې راټول شوې وو، خو ولی په رسمی توګه د درېیم خلیفه عثمان د خلافت په وخت کښې راټول شو، خو ولی غربی پوهان په دې مسئله کښې شک لرې او باوری دې چې قرآن په موجوده شکل  په نهم پېړۍ نه ورستو ورکړی شوی.

د دې نسخه په اساس به د نړۍ په هر کتابتون او موزیم پراته پخوانی قرآنونو نسخه به ازمایښت کېږې او د هغې د پخوانی توب تاریخ به معلومه وی.

یادښتونه: د نیدرلینډ کښې د لایدن په پوهنتون د هم دی نومې ښار کښې زوړ پوهنتون دی. دا پوهنتون په ۱۵۷۵ میلادی کال کښې د ویلیام د نیدرلینډ پادشاهی بنسټ اېښودونکې په لاس جوړ شوې وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1438586

captcha