قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «بوابة فیتو» اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، دا غونډه د مصر اسلامی کارونو اعلی شورا سر منشی احمد علی عجیبه، او د دی شورا نورو غړو په شتون کښې پیل شو او په آخر کښې د قرآن مفاهمو په موضوعاتو باندې لیکلې کتابونو په انګلیسې، روسی او جرمنۍ ژبو کښې ژباړه کولو او چاپ کولو اعلان ؤ شوو.
په دی غونډه کښې شتون لرونکو د اختصاصی قاموس (اسلامی تاریخ ) دویم ځله چاپ کولو او د حدیث علمی قاموس چاپ کولو او د سرالفصاحة کتاب چې د هغې ړومبۍ او اووم فصل بخاری لیکلی چاپ کول تصویب کړل.
د مصر اسلامی اعلی شورا په دې غونډه کښې د علی بن ابوطالب علیه السلام کتاب د إعلام الساجد بأحکام المساجد، شرح الدرر السنیة، بهجة الأریب او السیده نفیسه او همدارنګه د اسلامی فقه قاموس ۴۱ ټوک او د اسلامی معارفو باندې نور کتابونو چاپ کول هم تصویب کړل.
http://www.iqna.ir/fa/News/1441214