IQNA

خانزاده

یونسکو کښې د سرو زرو کوچنی لیک قرآن نړیوالو ته وړاندی کېږې

7:04 - September 01, 2014
د خبر لمبر: 1445161
ادبی څانکه: د ریز لید قرآن جوړوونکې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته خپلې مرکه کښې ؤ ویل: څو ورځې وړاندې د کلتوری میراث سازمان سر منشی سره کتنه کښې ما هغوې ته خپل کارونو په هکله ؤ ویل، چې هغه زما کارونه خوښ کړل او رانه یی بلنه وکړه زه یی د ایران ملی نندارتون ته هم وبللم چې ما ترې هم دا دعوت قبول کړو.


هغه زیاته کړه: له دی نندارتون لپاره په کار دی د قرآن یو څو آیتونه په ویښته ولیکم او هغه د لید لپاره دې نندارتون ته ډالی کړم.

خانزاده زیاته کړه: همدارنګه وړاندیز دی چې د قرآن کوچنی لیک معنوی ثبت کول دی  دا کار به راروانې یوې میاشت کښې تر سره کېږې. چې را ټول کړو او د کلتور او میراث سازمان ته ډالی کړو، چې اول ملی او معنوی ثبت شې او ورپسې مدارک یونیسکو ته وړاندی کړی.

خانزاده ؤ ویل؛ یو بل کار مې هم په لاس دی چې ګومان کوم تر راروان کال قرآنی نندارتون پوری به ترسره شی.

وې ویل: ما خپل کار د دی کال قرآنی نندارتون نه شروع کړو او فکر کوم چې یو بل قرآنی کار هم له دی سره شروع کړم چې دغه قرآن به ځان لپاره لیکم او نندارتون ته به یی نه ډالی کوم، ځکه چې ما اراده کړی دا قرآن لور ته ډالی کړم او غواړم چې خپل ټول هنر په هغې کښې راټول کړم.





هغه د دې قرآن په اړه ؤ ویل: غواړم ټول قرآن په یوه ۱۶ او ۱۲ سانتی مېتر پاڼه باندې ولیکم چې تر منځه یی صلوات هم لیکلی شوی وې او چاپېره ترې قرآن آیتونه وې، له دی قرآن لپاره چې کوم سره به استعماله وم هغه به ۲۱ قیراط وې او د سر مخ به یی ټول له جواهرو وی.

خانزاده زیاته کړه: علاوه پر دی، یو قرآن د اماراتو په سفارش جوړوم چې هغه به راروان کال د قرآن نندارتون ته ډالی کېږې.

هغه ؤ ویل: دا قرآن هم د ۱۸ قیراط دی، خو بدلون په کښې شوی هغه دا چې د پاڼو تر منځه الله او محمد لیکلی شوی او سر مخ یی د رنګی جواهرو نه پیل شوی.

هغه د یو سوال چې دا هر څه د سفارش ورکولو په خوښه جوړېږې که ته یی په خپله خوښه جوړه وی، هغه ځواب کښې ؤ ویل: دا کار ځه په خپله خوښه کوم خو ولی اول یی سفارش ورکوونکې ته وړاندی کوم چې هغه یی خوښ کړی.

خانزاده د خپل کار د فلسفی په اړه ؤ ویل: کله چې زما یو کار موزیم ته ځې نو احساس کوم که دنیا نه لاړم بیا هم زه همېشه لپاره ژوندی شوم ځکه چې یاد او اثر می شته او دی قرآن سره به زما نوم ژوندی وی او هغه قرآن چې د ۱۴۰۰ کالو نه ژوندی دې او وی به زما نوم به هم له قرآن سره ژوندی وی.

دې قرآن لکوونکې زیاته کړه: که ما دارنګه شعر لیکلې وو نو ارزښت یی نه لرلو که انځور می جوړ کړی وې نو ارزښت یی نه لرلو خو چې کله ما خپل هنر قرآن کښې بوخت کړو چې د الله کلام له مخې به زما کار هم تل تر تله ژوندی وی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1444810

captcha