قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلام مغربی اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، دا کتاب احمد البهنسی خبرنګار، اسرائیلو مسئلو پوهاند او د عبری ژبه ژباړی له اړخه لیکلی شوی، په دی کتاب کښې هغه لیکنې را نقد شوی کومې چې د یهودیانو له اړخه په علمی توګه د قرآن په ضد کښې او د دی سپېځلې کتاب په سپکاوی کښې لیکلی شوی.
دا کتاب چې د عربستان د قرآنی مطالعاتو مرکز له اړخه چاپ شوی په کې لیکوال د یهودیانو له خوا په قرآن او قرآنی علمونو باندې عبری او انګلیسې ژبه کښې لیکلی شوی مقالې را ټولی کړی او نقد کړی دی.
البهنسی په دې کتاب کښې د یهودیانو له اړخه لیکلی شوی هغه مقالو او کتابونو چې د قرآن په هکله یی سپکاوی کړی او د دی سپېځلې کتاب د الله له اړخه را تللو نه انکار کولو باندې نقد کړی او د دی ځواب یی ورکړی.
دا کتاب پنځه برخې لری چې ړومبۍ برخه کښې د یهودیانو په قاموس کښې د قرآن آیتونو او د هغه جمع کولو په هکله لیکلو باندی نقد شوی، دویمه برخه کښې د قرآنی کیسو یهودی، نصرانی او بت پرستو کتابونو ته ارجاع ورکړی درېیم برخه کښې د قرآنی عقایدو او د قرآنی پوهنو هم دی سرچینو ته ارجاع ورکړی.
تحریف شوی قرآن نړۍ ته وړاندی کول د یهودیانو کوښښ
هغه مهمه خبره چې په دی کتاب کښې تر سره شوی دا ده چې یهودیانو د رژیم صهیونیستی له جوړولو نه مخې یا ورسته په کال ۱۹۷۸ کښې اسلام باندې ځان خبرولو لپاره لټون شروع کړو او اسلامی ټولو سرچینو کښې په تېره بیا قرآن کښې لټون او څېړنې وکړی. دی کوښښ لټون وکړو چې دا سپېځلی کتاب ګډوډ کړی او تحریف شوی یی نړی ته وړاندې کړی، دا مسئله په عبری او انګلیسې ژبه د یهودیانو په قاموس کښې په وضاحت سره لیدلې کېږې.
د کتاب لیکوال ټینګار وکړو: دا قاموسونه د قرآن په هکله ډېری مقالې لرې چې په هغې کښې د اسلام ارزښتونو او او د دی دین اصولو باندی اعتراض کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1444842