IQNA

د مصر تېر مفتی اعلان وکړو:

قرآن په سلو کښې ۹۸ د اخلاقی مباحثو نه تشکیل شوی

7:17 - September 04, 2014
د خبر لمبر: 1446590
نړیواله ډله: د مصر مخکښې مفتی ؤ ویل: د قرآن په سلو کښې ۹۸ آیتونه د اخلاقی مباحثو او ۹۵ ایتونه له سنت سره تړلی دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البوابة نیوز» اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، علی جمعه ښکاره کړه: کله چې اسلام څرګنده شو، د اخلاقو ستنه یی رحمت او خواخوږی وټاکلو، رحمت چې په کښې تواضع، په الله باندې یقین، په خبرو کښې آرامښت او د اخلاقو دننه خبره منل دی.

هغه چې د مصر سی بی سی نړیواله ټی وی چینل سره یی مرکه وه ؤ ویل: اسلام رحمت دی، او د اخلاقو ستنه یی رحمت ټاکلې، رحمت چې په سلو کښې ۹۸ قرآنی آیتونه د اخلاقی مباحثو او ۹۵ ایتونه له سنت سره تړلی دی.

د مصر مخکښې مفتی څرګنده کړه: الله تعالی خواخوږی د اخلاقو اساس ګڼلی او د الله تعالی یاد دی چې په زړه کښې د خواخوږې احساس را ژوندی کوې.

هغه دی بیان سره چې انسان ته د ټولو په هکله تر دی چې د حیواناتو سره د رحمت او خواخوږی حکم شوی ؤ ویل: د افراطی ډلو اقداماتو دا دین بدل کړی او دی ډله خپلو غلطو عقیدو سره اسلام ته را ننوتلی.

اخلاق او روزنه د قرآن له مهمو بحثونو نه دی او د اخلاقو علم او دی سره تړلی مسئلې د دینی علمونو مهم او قېمتی مباحثو نه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی.

د اخلاقو او د هغه سره تړلی مسئلو په هکله هم دا بس چې تزکیه او د انسان روزنه د بشری تاریخ په اوږدو کښې د پیغمبرانو د بعثت هدف ښودلی شوی، او ځکه پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم هم د خپل بعثت هدف مکارم اخلاق ښودلی او فرمایلی دی: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق.

http://www.iqna.ir/fa/News/1445744

captcha