IQNA

د جرمنی نامتو ختیځ پېژاند ټینګار وکړو:

ژباړه کولو کښې د معنا پوره رسولو او د قرآن روح حفظ کولو ضرورت

23:34 - September 22, 2014
د خبر لمبر: 1452850
نړیواله ډله: پروفیسر هارتموت بوستین باور لرې چې د قرآن ژباړه کښې معنا په صحیح توګه رسولو او د آیتونو روح حفظ کول په کار دی نه دا چې ژباړنوکی یواځې د لفظونو ژباړه باندې اکتفا وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د البنانی السوسنه ورځپاڼه نه په نقل، پروفیسر هارتموت بوستین د جرمنی نامتو ختیځ پېژاند چې خپله هم د قرآن په جرمنی ژبه کښې ژباړه لری د یو عربی ورځپاڼه سره مرکه کښې د آسمانی کتاب د یوې مشهور ژباړه په حقله ؤ ویل: د قرآن ژباړه په کار دی په ښه ډول وشې چې د آیتونو روح معنا رسولو کښې حفظ شوی وې نه دا چې ژباړنوکی یواځې د لفظونو ژباړه باندې اکتفا وکړی. د قرآن په جرمنی ژبه کښې موجود ژباړی د آیتونو تحت اللفظی ژباړی دی، چې د روح نه خالی دې او هیڅه اثر په لوستونکې نه پرې باسی.

هغه باور لری، د ختیځ ادبیات او میراث په اروپا او بیا په جرمنی کښې نا آشنا دی، نو ځکه ختیځ پوهان باید صحیح او بی له طرفداری واقعیت نقل کړی، او دا ادبیات نقل کولو په وخت د یو خاص کلتور د اثر لاندې نه وی.

هغه د پوښتنه په تپوس کښې چې د ختیځ ادبیاتو او کلتور نه هغه څه ترلاسه کړل ؤ ویل: ما خپل د دې څېړنو کښې د سرو نه ګران او قېمتی جواهر ترلاسه کړل؛ زه د ختیځ ادبیاتو او کلتور میدان ستر وینم چې هغې ته ننوتل  د عربی ژبه په مرسته آسان دی، نو ځکه مې د جرمنۍ ژبه ژباړه ته غاړه کښې ښودله او د عربی ژبه نه جرمنۍ ژبه ته ژباړه کولو لپاره ډیر کتابونه انتخاب کړی.

هغه زیاته کړه: هم په دې څیړنو کښې ما په قرآن کریم هم کار وکړو او د پوهنتون نه بهر غیر مسلمانانو ته چې د قرآن د لوست مینه لری قرآن ښودنه کړی، د دې دوره نوم مسیحیان د قرآن زدکړه کوی نوم وو، هم دی کلاس لپاره ژباړه پسی ګرځېدم چې را باندې څرګنده شوه چې د قرآن په جرمنی ژبه کښې موجود ژباړی ډېرې بدی او بی مفهومه دی، تر دی چې یوه ژباړه چې د جرمنی یو لوی ختیځ پېژاند ژباړه هم له یوه ککړه او بی روح ژباړه ده، او هم دی مسئله زه د قرآن ژباړه کولو ته تیار کړم.

پروفیسر بوستین د جرمنی د اسلامی څېړنو پوهنتون د فوائدو په حقله ؤ ویل: د عربی ادبیاتو او د قرآن او د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د سنتو په حقله می سترې څېړنې کړی، خو ولې هغه ټولې څېړنې کلی وی، نو ځکه د عربی ادبیاتو څېړنې می شروع کړی، او د مصری ادیب نجیب محفوظ ناولونه مې ولوستل او د په اروپا کښې د اسلامی څېړنو خلاصه بیانولو او ژبه یادولو باندې بس نکړل.

هغه زیاته کړه: په کال ۱۹۸۸ کښې کله چې د ارلانګن – نورنبرګ پوهنتون د عربی ادبیات محصل وم نو دې پوهنتون کښې د جرمنی لوی شاعر او استاد روکرت چې هم د دې پوهنتون زوی او تر کال ۱۹۴۱ پورې هم دې پوهنتون کښې استاد وو، د هغه د ستاینې مراسم پیل کېدل، دا استاد په ۵۰ ژبو فارسی، ترکی، عربی، سانسکریت او ... باندې پوهېدو، ما هم دې له دې سببه د هغه آثار ژباړه کولو لپاره می اقدام وکړو.

د هغه یو مهم آثار د قرآن په جرمنی ژبه کښې ژباړه وه، چې د هغه له اړخه می په دې نندارتون کښې عرضه کړو، ځه باوری یم چې په دې ژباړه کښې یواځې یو متن له یو ژبه نه بل ژبه ته نه دی ژباړه شوې بل کښې د معنا رسولو پوره کوښښ شوی، هغه هم په دې قانون باندې خپلې ژباړه کښې عمل کړی،

هغه زیاته کړه: هغه د ختیځ پوهانو له اړخه په غرب کښې د اسلام معرفی کولو په حقله ؤ ویل: یو ختیځ پوهه په کار دی له انصاف نه کار واخښلې، او د هغه څه چې ګورې غرب ته وړاندی کړی، ما پخپله دا کوښښ کړی چې له انصاف نه کار واخښلم او اسلام او مسلمانان غرب ته معرفی کړم، او دې بل اړخ نه وینو چې د جرمنی ټولنه له اسلام نه ښه استقبال کوی، نو ځکه د جرمنی په جوماتونو کښې د غیر مسلمانانو اسلام سره اشنای لپاره په کال کښې یوه ورځ د کولو دروازې په نوم ټاکلې شوی چې په دغه ورځ مسیحیان په جوماتونو کښې شتون سره او د یو مسلمان ورور نه زدکړې او د هغه له تعلیماتو سره آشنا شی، په دی وخت کښې ۲۰۰ جوماتونه د جرمنی په ټول هیواد کښې شتون لرې چې په دې حقله ښه کارونه کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1451718

captcha