IQNA

د زرګونو ډلو او مذهبونو نه ډک هیواد کښې د قران حفظ لپاره د استاذانو روزنه

13:18 - September 30, 2014
د خبر لمبر: 1455783
د قرآنی کارکوونکو ټولنه: د قرآن د حفظ استاد محمد مهدی بحر العلوم، څه موده مخکښې د قرآن حفظ لپاره د استاذانو روزنو ړومبی دوره پیل کولو لپاره د زرګونو ډلو او مذهبونو هیواد پایتخت دهلی ته سفر کړی وو.


د قرآن د حفظ استاد محمد مهدی بحر العلوم د قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) سره مرکه کښې څرګنده کړه چې دې کال به د مرداد میاشته ۱۷ نه تر شهریور میاشته ۵ پوری د آذربایجان د قرآن قاری ابوفضل فرجی سره له حفظ لپاره د استاذانو روزنو دو دوری په دهلی کښې پیل کولو لپاره دهلی ته تلې وو او هلته د مشرانو، ځوانانو لپاره یو قرآنی دوره به پیل کوو.





د هندوستان د شعګانو په قرآنی حفظ لپاره د استادانو دورو کښې ګډون

د قرآن د حفظ استاد ؤ ویل: دهلی کښې د شیعیانو لپاره دوه وړی دوره به پیل کېږې، ۶۰ زره مشران او ځوانان به چې په کښې اکثر جامعة المصطفی العالمیه کښې طالبان وو،  او اوس هم د دهلی په مدرسه کښې طلبه دی. او د قرآن حفظ لپاره د استادانو دوره کښې شامل دی.

هغه دې ته اشاره سره چې ړومبی ځل په دهلی کښې د قرآن حفظ کولو لپاره د استادانو دوره پیل کېږې. ؤ  ویل: له دې نه مخکې د قرآن قرائت دوره د ایرانی استادانو په شتون کښې پیل شوی، خو ولی د حفظ لپاره دا دوره ړومبی ځل پیل کېږی.

بحر العلوم څرګنده کړه: دې دوره کښې ځنې ګډون کوونکې د قرآن حافظان نه وو خو ولی د ټولو لپاره به د حفظ کلاسونه پیل کېږې، د قرآن حفظ کولو استادانو ته د روزنو لپاره د یو څو سورتونو انتخاب شوی چې دغه سورتونو سره به د استاد روزنې کېږې.

د هندوستان شیعه په جمهوری اسلامی ایران باور لری.





هغه زیاته کړه:  هغه څه چې په دې سفر او دوره کښې مونږ لپاره زړه پوری او جالب وو، هغه د هندوستان د خلکو په جمهوری اسلامی ایران باندې هغه اعتماد وو چې هغوې پری لرلو. او دا رنګه ښکارې ده چې هغوی ایران خپل اصلی محور ګرځولی او په نړۍ کښې د شیعه کلتور خپرولواصلی محور په توګه یی پیژندلی.

هغه ؤ ویل: البته دا خبره د هغه نورو هیوادونو چې مونږ ورته د قرآن حفظ کولو دورو باندې لاړ یو بلکل یوغوندې وه، او په نورو هیوادونو کښې د قرآن قاریانو او حافظانو دا رنګه نظر لرل قیمتی خبره ده، چې په کار دې د قدر یی وکړو، او حفاظت یی وکړو چې دا نظر او فکر بدل نشی.

د قرآن پوهنو او روزنو اداره مرستیال دې ته اشاره سره چې هندوستان د مختلفو مذهبونو هیواد دی، ؤ ویل: ما غوښتل چې په دې سفر کښې د هندوستان مذهبونو او کلتور سره هم آشنا شم نو هم دې لپاره می د هندوستان مختلف مذهبونه او دینونه له نږدی نه ولیدل هغه څه چې ما له لپاره ډیر په زړه پورې وو هغه په دې پرمختګه ۱۲ پیړی کښې د بعضو له اړخه د حیواناتو عبادت کول وو، البته دا هر څه خفه کوونکې هم وو.

هغه زیاته کړه: کله چې می په هندوستان کښې د ځناورو عبادت ولیدو نو ډېر قرآنې آیتونه می را په زړه شول چې د بت پرستی په حقله نازل شوی، هغه عقیدې چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په وخت کښې خلکو لرې اوس هم لرې او بت پرستی کوی، هغه کیسی چې په قرآن کښې مو د جاهلیت د وخت اوریدلی اوس هم په نړۍ کښې شتون لرې.







http://www.iqna.ir/fa/News/1454205

captcha