IQNA

"ماشوم او غاصبان" د غزه ماشومانو ته ډالۍ شو

18:52 - February 16, 2009
د خبر لمبر: 1744791
هنری ډله: انيميشن فلم "ماشوم او غاصبان" چې د سحر نړيوال چينل جوړ كړې و په يو خاص پروګرام كښې چې د بهمن د مياشتې په 27 نیټه تر سره شو د غزې ماشومانو ته ډالۍ شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) چې د نړيوال چينل سحر سره یې نقلوی، په دې پروګرام كښې چې "د مقاومت غنچې" نوم یې درلود، انيميشن فلم "ماشوم او غاصبان" د حماس قانونی استازی ښاغلی ډاكټر «ابواسامه عبدالمعطی» ته به په تهران كښې او ناصر ابو شريف ته چې د فلسطين د اسلامی جهاد د ټولنې مشر دی وركول كیږی.
«ابواسامه عبدالمعطی» څه وخت وړاندې د دې فلم په جوړولو له سحر چينله ډېره مننه كړې وه او ويلې یې وو چې دا د لويدځو هيوادونو د غلطو پروپیګنډو په خلاف يو ډېر ارزښتمن كار و. چې ورسره رژيم صهيونيسټ محكوم او وځپل شو.
په دې فلم كښې يو ورور، خور او يو اسرائيلی پوځی ښودل شوې دی چې پكښې د دواړ تر مينځ جنګ ښودلی شوی دی او دا د ايران د دويم، سحر، او ځينې بهرنيو چينلو څخه خپور شوی دی.
363700
captcha