IQNA

جنرال عبداللهي: نړۍ به ډیر د ایران د بریا ځیری واوري

13:20 - June 13, 2026
د خبر لمبر: 3492901
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي  غونډ قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس  پياوړی شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډاڼه وبلله او وې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراني د بریالیتوب انګازې واوري.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه قومندان سردار بریدجنرال «علي عبداللهي» په یوه پيغام کښې وویل: ذلیل او داړونکي دښمن فکر کاوه چې د ایران د پوځي متفکرانو په وژلو سره د ایران په دفاعي ارادې کښې خلل رامینځته کولی شي خو له دې غافل وو چې د هیواد په ټولو سمندري، ځمکنیو او هوائي سرحدونو کښې د وطن غیرتي مدافعان او مبارزان ، د «مونږ کولی شو» په روحیې او د پرمختللو ځايي تجهیزاتو په کارولو سره، د ایران د ملي اقتدار او فعالې دفاع نښه ده.

سردار  «علي عبداللهي» زیاته کړه: شک نشته چې د ایران د اسلامي جمهوریت وفادار او قدردان ولس، د اسلامي ایران د اقدار د شهیدانو په سیرت او لارې باندې په تکیې او د شهید امام د صالح اولاد یعنې د اسلامي انقلاب د عظیم الشانه رهبر او د ټولو قواو د مشر  قومندان آیت ا... سید مجتبی حسیني خامنه اي په تابیاو او هدفونو سره، د تل په شان په میدان کښې د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې په تیره بیا د امریکائي او صهیوني دریم تپلي جنګ په سختو حالاتو کښې کلک ولاړ وو او د خدای په فضل به نړیوال ډیر زر د ایران او ایراني د بریا او په ټولې نړۍ کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت غلبه وویني.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174138

captcha