
د ایکنا د راپور له مخې، چې د نیشن ورځپاڼې له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د پآکستان د پنجاب صوبې د اوقافو د ادارې عمومي مشر احسان بوټه، ویلي چې ټول موجود امکانات به د قرآن کریم د هر ډول لفظي او معنوي تحریف او چاپي تېروتنو د له منځه وړلو لپاره وکارول شي.
بوټه د پنجاب صوبې د قرآن بورډ د ۵۹مې غونډې پر مهال ووئیل چې د مصححانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به ځانګړي روزنیز کورسونه ژر تر ژره پیل شي او ورسره به د لارښوونو یوه هر اړخیزه مجموعه هم چمتو شي.
هغه د خپلې وینا پر مهال د دې لارښوونه هم وکړه چې په ټولې پنجاب صوبې کې دې د څارنې او کنټرول سیستم فعال او لا پیاوړی شي، څو د قرآن کریم د هر ډول سپکاوي مخه ونیول شي او د هغه د نسخو د خوندي ساتنې ډاډ ترلاسه شي.
دا چاره به د سیمهییزو ادارو او د اوقافو د مسؤلینو په نږدې همکارۍ ترسره شي.
پر دې سربېره،هغه د ټولنیزو رسنیو د پلیټ فورمونو پر جدي څارنې هم ټینګار وکړ، څو د هغو تخریبي فعالیتونو مخه ونیول شي چې د دینونو او مذهبونو ترمنځ همغږي او یووالی زیانمنولای شي.
د پاکستان د پنجاب صوبې د قرآن بورډ مشر، حافظ زبیر حسن، په خپلو څرګندونو کې وویل:د قرآن کریم د متن ساتنه او د هغه د بېعیبه چاپ د ډاډ ترلاسه کول، چې د قرآن له اصلي روحیې سره سم وي، زمونږ تر ټولو مهم دیني او قانوني مسؤلیت دی.
هغه زیاته کړه چې د بورډ ټول غړي خپلې دندې په بشپړ اخلاص، ژمنتیا او هڅو ترسره کوي.
د پنجاب د اوقافو عمومي مشر د بورډ د چارو د لا منظمولو او اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره د ځانګړو قرآني موضوعاتو د څارنې په موخه د تخصصي کمېټو د جوړولو امر هم صادر کړ.
هغه همدارنګه لارښوونه وکړه چې د ټولو پرمختګونو او ترسره شویو فعالیتونو مستند راپور دې د بورډ په راتلونکې غونډې کې وړاندې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4357650/