IQNA

د قرقيزستان په پلازمينې كې د څو قرانی مركزونو بنديدل

11:44 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748947
د قرانی كارونو ډله: تقريبا 10 قرانی مركزونه د قرقيزستان د «چوی» صوبې او د پلازمينې د «بيشكك» ښار سره په خواه كې بند شول
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری قرقيزستان شعبې د يو راپور پر اساس، د قرقيزستان د حكومت د امنيتی شورا د يو قرارداد له امله هغه قرانی مركزونه چې پكښې د قران زده كوونكوعمرونه له شپاړسو(16) كالو كم وی بند كړې شول.
د قرقيزستان د امنيتې شورا په داسې حال كې دا قرانی مركزونه بند كړل چې هغوی دا دعوا كوی هغه ماشومان چې عمرونه یې له 16 كالو كم وی لومړۍ بايد په ابتدايی علمونو كې دې غير دينی علمونه زده كړی.
بل خوا چې كوم قرانی مركزونه بند شوی دی د هغوی استاذانو د دې اقدام په عكس العمل كې د حكومت دا اقدام غيراسلامی وګاڼه او اعلان یې وكړ: چې د قران زده كوونكی كه څه هم له شپاړسو كالو یې عمرونه كم وی هره ورځ د ښوونځې تر وروسته ماځیګر راځئ او د قران زده كړې ته ادامه وركړئ.
د ذكر وړ ده چې د جمهوری قرقيزستان په ائين (اساسی قانون) كې په اتم بند د دې هيواد واكمنو مبنا یې د دين له سياست په جدایۍ كې بيان كړی ويلی شوی دی چې د دې هيواد اوسيدونكی د خپل مذهب په ټاكلو كې ازاد دی.
369041
captcha