د ايران د قرانی خبری اژانس د قرقيزستان د جمهوريت د څانګې د رپوټ له مخې دغه غونډې چې له دې مخكښې په هفته كښې دوه ورځې جوړېدې په ابتداء كښې د قران مجيد له تفسير سره مينه وال دېرش تنه وو او دغه شمير په اوس حال كښې ٥،٢ برابر ته رسيدلی دی.
د دې رپوټ له مخې د قرقيزی مسلمانانو لخو د زيات او تاود هركلی له امله دغه غونډې اوس د ايتوار له ورځې نه بغير هره ورځ د ماښام له نمونځ نه وروسته جوړیږی
د قرقيزستان مشهور عالم او مبلغ شېخ مقصد حاجی چې د بيشكك په جامع جومات كښې د الهی ايتونو د تفسير د بيانولو ذمه واری په غاړه لری د ګل او شورو په ورځ عقدتی مسائل او د دين اصول، د نهې او جمعې په ورځ د قران مجيد تفسير او زيارت او خالی په ورځ د تجويد، روخوانی او د روان خوانۍ د علم د مينه والو لپاره مطرح كوی
همدا رنګ د روخوانی، روانخوانی او د تجويد د علم د زدكړې لپاره د ګډون كوونكو د شمير د زياتوالی له كبله شيخ مقصد حاضران په دوو ډلو كښې اوېشل چې د دويمې ډلې درسونه د خالی په ورځ د سهار له نمونځ نه پس كیږی.
377260