د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په پاكستان كې موجود خبريالو د راپورونو له مخې د رمضان المبارك د مياشتې په اخيری جمعې چې د امام خمينې رح په وينا دا قدس نړيواله ورځ بللې شوې ده د خلقو د پام را جلبولو لپاهر د ميلادې كال د ستمبر د مياشتې په 15 نیټه په كراچې كې د ايران په كلتوری مركز كې يوه كلتوری ناسته تر سره كیږی.
په دې ناسته كې د پاكستان د جماعت اسلامی غړې ښاغلی معراج الهدای خطاب كوی او د قدس د نړيوالې ورځ د اهميت بيانوی او همدا رنګ په دې ناسته كې په غزې كې د اسراييلو ظلمونو فيلمونه او عكسونه هم ښودلې شی
رسيدلی راپور له مخې د قدس و نړيوالې ورځې په مناسبت تر سره كيدونكې دا ناسته د ماښام او ماښخوتن لمونځ او روژه ماتی سره پاې ته رسی.
465216