IQNA

17:29 - December 30, 2009
د خبر لمبر: 1866946
په دې برخه كښې د امام حسېن (ع) د ځينو ليكونو او وېناو پوره متن يا ځينې برخې نقلوو چې له هغو څخه تر يوۀ حده د امام حسېن (ع) د شخصيت او مقصد اندازه لګېدې شی
له مدينې منورې څخه د روانېدو په وخت د امام حسېن (ع) وصيتنامه
كله چې امام له مدينې منورې نه د مكې معظمې په لور روان شو نو دا وصيت یې وليكۀ ، خپل مهر یې ورباندې ولګوۀ او خپل مېرنی ورور حضرت محمد حنفيه (رض) ته یې وركړ:

بسم الله الرحمن الرحيم

دا وصيت د حسېن بن علی لخو خپل ورور محمد حنفيه ته دے.

حسېن ګواهی وركوی په توحيد او د خداے پاك په يووالی باندې، او ګواهی وركوی چې له خداے پاك سره شريك نشته، او شهادت وركوی چې حضرت محمد (ص) د خداے پاك بنده او د هغۀ رسول دے او حق دين (اسلام) یې د خداے پاك لخوا د نړۍ د خلقو لپاره راوړے دے او شهادت وركوی چې جنت او دوزخ حق دی اود قيامت ورځ به بې له شكه رامنځته كیږی او خداے پاك به ټول انسانان په دغه ورځ باندې راژوندی كوی.

او زۀ نۀ د ځان خوښونې له مخې ، نۀ د سېل او سياحت لپاره او نۀ د فساد او ظلم لپاره له مدينې څخه وځم بلكې له دې سفر څخه زما مقصد امر باالمعروف او نهی عن المنكر دے ائ له دې خوزښت څخه زما هدف د خپل نيكۀ د امت اصلاح كول او د خپل نيكۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتو او قانون او د خپل پلار حضرت علی بن ابی طالب (ع) د طور طريقو ژوندی كول دی. نو بس هر چا چې له ما څخه دا حقيقت قبول كړ او زما پېروی یې وكړه نو دا یې د خداے لاره قبوله كړې ده او هر چا چې دا حقيقت رد كړ ( او زما پېروی یې ونكړه ) نو زۀ به په صبر او استقامت سره خپلې لارې ته دوام وركړم ان تردې چې خداے پاك زما اود دې قوم ترمېنځ فېصله وكړی هغه تر ټولو غوره فېصله كوونكے دے.

او اے وروره! دا دے زما وصيت ستا لپاره او توفيق یې د خداے پاك لخوا دے. په هغه ذات باندې توكل كوم او زما ستنېدل د هغۀ په لور دی.


د كوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) ليك
د خداے پاك له ثنا صفت او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغوی په اهلبېتو باندې له درود او سلام نه پس:
هانی او سعيد ستاسو ليكونه راته رواړل او دوی ستا تر ټولو وروستی استازی وو او ستا له مقصد نه خبر شوم چې وائئ مونږ مشر او رهبر نۀ لرو او له ما نه غو اړئ چې ستاسو لور ته درشم چې زما په وسيلې سره حق او هدايت باندې قائم شئ. زۀ خپل ورور او د ترۀ زوے چې زمونږ د خاندان د اطمينا وړ دے يعنې مسلم بن عقيل ستاسو لور ته درلېږم، نو هغۀ ما ته ليك وليكۀ چې ستاسو مشران او شرافمند كسان په ما باندې د نظر اتفاق لری په هم هغه ډول چې ستاسو استازيو وويل نو زۀ به ډېر زر ستاسو لور ته درشم.
زما دې په خپل ځان باندې قسم وی هیڅ څوك د امامت او مشرتابۀ عهدېدار نۀ شی كېدې مګر دا حكومت یې د الهی كتاب په بنياد وی، عدل او انصاف جاری كړی، په حٍق دين باندې متدين وی، ځان د شريعت په حدود كښې وګڼی او له الهی حدودو څخه بهر نۀ شی. والسلام


د كوفې خلقو ته د امام حسېن (ع) دويم ليك
امام حسېن (ع) د حاجر له پړاؤ څخه د كوفې خلقو ته دا ليك ولېږۀ. د ليك وړونكے قېس بن مسهر صېداوی ؤ. كله چې دا ليك وليكلے شو دغه وخت امام ته د مسلم بن عقيل د شهادت خبر لا نۀ ؤ رسېدلے. سيدالشهداء (ع)په دې ليك كښې د خداے پاك له حمد او ثنا او په محمد و آل محمد باندې له درود نه پس وفرمايل:

د مسلم ليك چې د خلقو د اتفاق او اتحاد او زما د حق د اخېستلو په اړه ؤ راورسېد او له پاك ربه غواړم چې زما كارونه دې په خېر سره ترسره شی او تاسو ته دې هم زيات اجر او جزا عنايت كړی. زۀ د نهې په ورځ د ذی الحجې په اتمه نېټه چې د ترویې له ورځ سره سمون خوری له مكې معظمې څخه راووتم او چې كله زما استازے تاسو ته در ورسېږی او د خپلو كارونو په ترسره كولو كښې كوشش وكړئ چې په هم دغو ورځو كښې له تاسو سره يو ځاے شم. والسلام

حبيب بن مظاهر(رض) ته د امام حسېن (ع) ليك
د حسېن بن علی لخوا فقيه كس حبيب بن مظاهر ته:

اے حبيبه! تۀ له پېغمبراكرم (ص) سره زمونږ له نزدېكت نه خبریې او تۀ له نورو نه زيات مونږ پېژنې او غېرتی او ننګيالے كس یې. په مونږ باندې له خپل ځان څخه ډډه ونكړې. د خداے ګران رسول (ص) به درته د قيامت په ورځ اجر دركړی. والسلام

د امام حسېن (ع) ليك د بصرې د خلقو په نوم
دخداے پاك له حمد و ثنا او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغۀ په آل باندې له درود او سلام نه پس:

بې له شكه چې خداے پاك حضرت محمد مصطفی (ص) په خپلو مخلوقاتو باندې غوره كړ او د هغۀ د پېغمبر په جوړولو سره مكرم وفرمايلو او د خپل رسالت په لوړې چاره یې فائز كړ. بيا یې هغه دخپل رحمت خوا ته وبالۀ په داسې حال كښې چې هغه حضرت د هغۀ بندګانو ته نصيحت او هدايت كړے ؤ او د هغه ذات پېغام یې خلقو ته رسولے ؤ.

مونږ اهلبېت (ع) د هغۀ وارثان او ځاے ناستی يو او مونږ د هغه د خلافت لپاره له نورو نه زيات حقدار يو خو زمونږ د قوم خلق د پېغمبر اكرم (ص) د دې منصب په لړ كښې له مونږ څخه مخكې شول او مونږ په خلقو كښې د تفرقې او اختلاف له ويرې هغوی ومنل او خاموشی مو اختيار كړه، البته مونږه ښۀ پوهېږی چې دا منصب زمونږ د ولايت او سرپرستۍ مستحق دے. له دې نه مخكې هم خپل استازی د داسې يو مضمون لرونكی ليك سره ستاسو لور ته درلېږلے ؤ او اوس هم زۀ تاسو ته د خداے پاك د كتاب او د هغۀ د ګران رسول (ص) د سنتو په لور بلنه دركوم، ځكه چې سنت ختم شوے او بدعت یې ځاے نيولے دے. كه تاسو زما خبرو ته پاملرنه وكړه نو زۀ به مو د نېغې لارې لور ته هدايت كړم. والسلام

هغه حضرت د كوفې په لور د تلو په مهال په بطن الرمه كښې خپلو اصحابو او ملګرو ته وينا وكړه چې يوه برخه یې داسى ده :
اے خلقو! ژوند يوازې د چينجی په څېر له ځانه د غوزې تاوول او يا يوازې خوړل او څښل نه دی، د يوه كس د شتون هدف يوازې د شهوت او هوس په لاس كښې بنديتوب نه دے.

زما نيكۀ رسول الله مبارك راغے چې تاسو د ژوند په حقيقت پوهه كړی ، راغے چې تاسو له ذلت او بندونه وژغوری ، راغے چيگ تاسو ته ستاسو خپل ارزښت دروښيی چې حق وپيژنئ . اے خلقو ! تاسو دې غفلت او ګمراهۍ چرته بوتلئ ؟ دا چې تاسو یې لرئ ژوند نه دے بلكې فساد دے تاسو د يو بل هډوكی خورئ ، د يو بل وينه څښئ او د يو بل هستی او شتمنۍ ته په حسد او كينه ګورئ ، دغو درستو بدبختيو په تاسو باندې د ظلم لاس تپلے دے ، زۀ ځم چې د ظلم دا لاس مات كړم ، زۀ ځم چې ظلم نابود كړم ، تاسى ما ويروئ او وايئ چې زما وينه به توې شی ، تاسو ته دا پته نشته چې د يو مظلوم وينه به توې شى او يو داسې جوش به ومومى اويوه داسې څپه به پورته كړی چې ظالمان به له مېنځه يوسى ، دا زما لاره ده دا زما هدف دے څوك چې له ما سره دی را دې شى او څوك چې بله سودا لری لاړ دې شی خپل ژوند دې وكړی .

په يو بل ځاے كښې یې داسې وفرمايل:

اّيا نه ګورئ چې په حق عمل نه كیږی ، له باطل څخه لاس نه اخېستل كیږی ، اوس بايد هر موْمن انسان چې د حق په لاره روان دے د خداے پاك په لاره تللو ته تيار وی زۀ له عزت سره مرګ سعادت او له ظالمانو سره ژوند ذلت ګڼم .

د زبالې په مقام خپلو خپلوانو او ورسره ملګروشويو بې شمېره كسانو ته د امام حسېن (ع) وېنا:
داقافله روان وه او په مختلفو ځايونو كښې ورسره بې شمېره خلق په مختلفو نيتونو ملګری كېدل چې زياتره د غنيمت د مال حال او عهدو په لالچ كښې وو نو چې كله ځاے په ځاے امام حسېن (ع) ته د كوفې په لور لېږل شويو د خپلو استازيو لكه مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر د يو يو د شهادت خپر رارسېدۀ نو پوه شوچې اوس د قربانۍ وخت رارسېدونكے دے نو نۀ یې غوښتل چې ورسره په لارو كښې ملګری شوی كسان په دوكه او ناخبرۍ كښې وساتی او د هغی له ناخبرۍ نه ناوړه استفاده وكړی نو د زبالې په مقام یې ټول د قافلې خلق جمع كړل او ورته یې وفرمايل:

اما بعد : پوهه شئ چې ډېر بد خبر مونږ ته رارسيدلے دے چې مسلم بن عقيل ، هانى بن عروه ، عبدالله بن يقطر او قيس بن مسهر شهيدان شوی دی ، كوفيانو له مونږ سره بى وفایى وكړه ، مونږ یې پرېښودلو ، نو له تاسو چې هر څوك واپس ګرځېدل غواړی نو لاړ دې شی هیڅ باك نشته ، له چا سره هیڅ تړون نلرم .

له دغې وينا وروسته هغه ډېر شمېر خلق پا څېدل او ولاړل چې له حضرت امام حسين (ع) سره د شتمنيو او مال او يا عهدې لپاره ملګری شوی وو او هغه لږ كسان ورسره پاتې شول چې هغه حضرت یې ډېر ښۀ پيژندو او له دغو خبرو وروسته بيا قافله وخوځېده

د ذوالحشم غرۀ سره په نزدې سيمه كښې حر بن يزيد رياحی له يو زر فوځيانو سره د امام حسېن (ع) د قافلې لاره ونيوه چې دغلته امام د حر لښكريانو ته داسې وېنا وكړه:

اے خلقو تر څو چې ستاسو ليكونه ما ته نه وو رسيدلی او استازی مو نه وو راغلی ستاسو په لور را ونه خوزيدم ، په هغو ليكونو كښې تاسو په خپله ماته وليكل چې تاسو امام او پيشوا نه لرئ او له ما مو وغوښتل چې ستاسو په لور راشم ، تاسو سمې لارې ته هدايت كړم او كه په خپلو ژمنو او ليكونو ولاړ يئ نو اوس زۀ ستاسو په لور راغلے يم نو له دې اّمله ژمنه وكړئ چې ډاډمن شم ،كه مو داسې ونه كړل او زما له راتلو بيزاره شوی يئ نو هماغه ځاے ته به بيرته لاړ شم چې ترې راغلے يم .

خو لښكريانو هیڅ ځواب ورنكړ. او حر ورته اجازه ورنكړه چې بېرته لاړشی او ورته وويل چې زۀ له ليكونو نۀ يم خبر او دا قافله د حر له لښكر سره سره مخ په وړاندې روانه شوه په لاره امام حسېن (ع) حر ته د پېغمبر اكرم (ص) حديثونه بيانول په خپرو خبرو كښې حر ورته وويل چې ما ته حكم شوے دے چې بيعت درنه واخلم نو زۀ درته خواست كوم چې بېعت وكړه او ځان له مرګ نه وساته.

امام حسېن ورته په ځواب كښې وويل ايا ستا چاره به دې حد ته رسیږی چې له ما سره جنګ وكړې؟ او ايا تۀ ما له مرګ نه ويروې او څو شعرونه وويل چې ترجمه یې داسې ده:

زه به د جنګ په لور ځم ، او مرګ چې له عزت سره وى او د اسلام په لاره كښې وى هیڅ شرم دے ، زۀ خپل ځان قربانوم ، زه ځم چې د دين د بقا لپاره وجنګېږم كه ژوندے پاتے شوم نو پښېمانه نه يم او كه ووژل شوم نو ما ته به بد رد نه ويل كیږی .

حر چې د امام خبرې واورېدې نو له پاك خدايه یې دعا وغوښته چې د امام حسېن (ع) سره له جنګه یې وساتی

د كربلا په مېدان كښې له كوزېدو نه پس د امام حسېن (ع) دعا
خدايه پاكه! مونږ ستا د ګران پېغمبر كورنۍ يو ، مونږ یې مجبور كړی يو ، په مونږ یې لاره بنده كړې ده ، بنى اميه ؤ په مونږ ظلم وكړ ته مونږ په ظالمانو باندې كامياب كړې او زمونږ حق له هغو واخلې .

د عاشورې په شپه یې ټول خپل خپلوان او ملګری راغونډ كړل او ورته یې داسې وفرمايل:
تر ټولو غوره ثنا صفت د خداے پاك درګاه ه ته لیږم او په خوشحالۍ او سختۍ كښې د هغۀ شكر ګزار يم ، خدايه زۀ ستا شكر ادا كوم چې د رسالت په كور كښې دې ستر كړم او په دين كښې دې دانا او پوهه كړم او ماته دې د روښانه زړونو د ليدلو او اوريدلو قدرت راكړ بس مونږ له خپلو شكر كوونكو وګرځوه.

اما بعد :

ما له خپلو يارانو او ملګرو نه ښۀ او وفادار بل څوك نه دی ليدلی ، زۀ له خداوند متعاله غواړم چې تاسو ته اجر دركړی ، خو خوږو ملګرو بايد پوه شئ چې ګمان كوم زۀ به له دغه قوم سره ډېره سخته ورځ ولرم ، نو ځكه زۀ تاسو ته دا اجازه دركوم چې لاړ شئ ، تاسو ټول ازاد يئ او زما په اړه اندیښمن مه كیږئ ما له تاسو خپل بيعت بيرته واخېست له دغې تورې شپې څخه په استفادې سره ځئ او خوارۀ وارۀ شئ او ما له دغې غړيدلې ډلې سره پرېږدئ ځكه چې دوی يوازې له ما سره كار لری .

حضرت امام حسين عليه السلام له دغو خبرو وروسته ډيوه مړه كړه . ځكه هغه كسان چې غواړی خپل وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شی ، كوم شرم محسوس نه كړی او بل څوك یې ونه پېژنی . دا دويم ځل ؤ چې حضرت امام حسېن د وفادارو مللګرو د موندلو لپاره هغوی كښېنول او د خپل برخليك فېصله یې هغوی ته پخپل لاس كښې وركړه . په وړومبی ځل یې هم په زباله نومې ځاے كښې داسې كړی وو چې هغه زيات شمېر كسان ترې بيل شول د مادی ګټو لپاره ورسره ملګری شوی وو او پاتې كسان ورسره كربلا ته راغلل. خو دلته د امام حسېن (ع) له وېنا نه وروسته وړومبې له اهلبېتو (ع) څخه يو يوكس پاڅېد او له امام سره یې تر اخېر وخته پورې د پاتې كېدو او وفادارۍ اعلان وكړ او بيا ورپسې یې اصحاب او ملګری يو يو پاڅېد او د خپلې وفادارۍ ژمنه یې ورسره وكړه او دغسې كربلا له راغليو كسانو څخه يو هم د تلو اراده ونكړه.

د عاشورې په شپه امام حسېن (ع) خور حضرت بی بی زېنب (ع) ته چې ژړېده داسې تسلی وركړه
اے خورې ! تل خداے پاك په نظر كښې ساته ، خپل زړۀ ته د هغه په ذكر سره تسلی وركړه او په دې پوه شه چې په ځكه هر ژوندے شے مری ، په اسمانونو كښې هم څوك ژوندی نه پاتې كیږی او بايد پوهه شی چې له رب العالمين نه بغېر چې په كائناتو كښې د هر څيز پيدا كوونكے دے ټول مری او كه هغه وغواړی څوك ژوندی كړی نو ژوندی كولې او كه مړ یې كړی نو مړ كولې یې شى ، زما مور پلار او ورور ټول له ما غوره وو خو اوس په مونږ كښې نشته بايد زۀ او هر مسلمان مړينه د ځان لپاره يوه لاره وګرځوو.

د عاشورې په ورځ له جنګ نه مخكښې د دښمن لښكر ته د امام حسېن (ع) وېنا
حضرت امام حسين (ع) سپورشواو د ابن سعد د لښكريانو په مقابل كښې اودريد او په لوړ اواز سره یې وفرمايل :

اے د عراق خلقو! اے د كوفې خلقو ! زما خبرې واورئ او په خپل كار كښې چې له ما سره مو جنګ دے بیړه مه كوئ كه مو د انصاف له لارې له ما سره چلند وكړ نو د سعادت او نېكمرغۍ لاره مو نيولې ده ، كه مو د انصاف لاره مخ ته ونه نيوله نو بيا هره هغه فېصله وكړئ چې له ماسره یې كول غواړئ ، زما نسب ووينئ چی زه څوك يم او د چا زوے يم ، آيا زما نيكۀ حضرت محمد( ص) زما او زما د ورور امام حسن (ع) په خقله نه وو فرمايلی چې مونږ د جنت د ځوانانو سرداران يو ، تاسو د دې ټولو خبرو تصديق د پيغمبر اكرم (ص) له اصحابو كولې شئ.

چنګ ته د خپل زوے علی اكبر (ع) د لېږلو په وخت له خداے پاك سره د امام حسېن (ع) راز و نياز

حضرت امام حسين (ع) اّسمان ته مخ كړ او د خداے پاك په درګاه كښې یې عرض وكړ:

خدايه ! ته ګواه اوسه په دې قوم باندې چې نن مو داسې ځوان مبارزې ته ورولېږۀ چې كله به ستا د رسول (ص) ليدلو ته تږے كېدم نو هغه ته به مې كتل . خدايه ! د زمكې بركتونه له دغو خلقو څخه واخلې په هغو كښې نفاق راولې

د خپلو اهلبېتو او اصحابو له شهادت نه پس او د حضرت علی اصغر له شهادت نه مخكښې د دښمن لښكر ته د امام حسېن (ع) وېنا
په اس سپور شو ، په سر یې قراّن كېښوده او د عمر بن سعد لښكر ته ورغے او داسې یې وفرمايل :

اے خلقو ! زما او ستاسو په مېنځ كښې د خداے كتاب قراّن او زما نيكۀ شاهد دے .

اے كوفيانو! د څه لپاره تاسو زما وينه حلاله كړه ، ايا زۀ د پېغمبر د لور زوے نه يم ؟ اّيا حضرت محمد (ص) نه وو فرمايلی چی حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران دى ؟ ايا څوك شته چې د رسول اكرم (ص) د حرم دفاع وكړی ؟ ايا څوك شته چې د خدای د رضا په خاطر زما په ننګه راشى ؟

د ماشوم حضرت علی اصغر (ع) له شهادت نه وروسته د امام حسېن (ع) فرياد
اے خدايه ! ته قضاوت وكړه زما او د هغه قوم په مېنځ كښې چې زۀ یې راوبللم او اوس یې مونږ ټول ووژلو . حضرت امام حسين (ع) له ذوالجناح كوز شو په ذوالفقار سره یې د شپږو مياشتو شهيد ته وړوكے قبر وكنستو او دغه ماشوم یې ښخ كړو.

په اخېر كښې جنګ ته له تلو نه مخكښې خپلې خور بی بی زېنب (ع) ته چې ژړېده د امام حسېن (ع) نصيحت
خپلې مشرې خور زېنب ته یې وفرمايل :
خورې غم او مصيبت ډېر زر تېریږی ، له هرې تيارې وروسته رڼا ضرور راځی ، صبر وكړه، خداے پاك صابران خوښوی ،تاته وصيت كوم چې په مشكلاتو كښې صابره اوسه.

د دښمن له لښكر سره په خپله له جنګېدو نه مخكښې د اتمام حجت په توګه هغوی ته يو ځل بيا د امام حسېن (ع) وېنا
اے خلقو! ايا ما پېژنئ ؟ ځواب یې وركړ: هو تا پېژنو . حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل اّيا تاسو پوهېږئ چې زما مور فاطمه الزهرا د رسول الله (ص) لور ده ؟؟ په ځواب كښې ورته وويل شول هو پوهېږو. حضرت امام حسېن (ع) وفرمايل : اّيا تاسو ته پته ده چې على (ع) زما پلار دے ؟؟ هغوی ورته ځواب وركړ چې هو . حضرت امام حسين (ع) بيا پوښتنه وكړه چې ايا تاسو ته پته ده چې دا توره چې له ماسره ده د رسول الله توره ده او دا عمامه هم د هغه حضرت ده ؟

په ځواب كښې ورته وويل شول هو پوهیږو خو له تا لاس اخېستونكی نه يو تر څو د يزيد او ابن زياد بيعت دې نۀ وې كړے. هغه حضرت په هغوی ته په بيا بيا وېنا كولو سره غوښتل چې په هغوی باندې ښۀ اتمام حجت وكړی چې راتلونكے نسل او تاريخ په خپله قضاوت وكړى چيگ هیڅ ابهام او شك پكښې پاتې نه شى .

د شهادت په وخت د امام حسېن (ع) مناجات
اے خدايه! چې مقام دې ډېر لوړ، غضب دې سخت، طاقت دې له هر طاقت نه اوچت دے تۀ له خپلو مخلوفاتو څخه مستغنی یې او په كبرباتوب او عظمت كښې هر اړخيزه یې. په هغه څه چې وغواړې توانمن یې، رحمت دې بندګانو ته نزدې ، وعده دې رښتونې، نعمت دې د هر چا په برخه، او امتحان دې ښكلے دے او هغو بندګانو ته چې دې نمانځی نزدې یې او په هغه څه باندې چې دې پېدا كړی دی احاطه لرې او هر څوك چې د توبې له وره راشی قبلوې یې، د هر هغه څيز چې اراده وكړې ورباندې توانمن یې، هغه څوك چې غواړې توانائی یې درك كړه، د هغه چا چې ستا شكر ګزاری كوی شكر ګزار یې، چې تا يادوی د هغو يادوونكے یې. زۀ تا نمانځم چې تا ته اړتيا لرم، او تا ته مخه كوم چې ستا په مخكښې بې وسه يم، په وېرې سره ستاپه درګاه كښې زاری كوم ، په غم سره دې په درګاه كښې ژاړم، له تا څخه مدد غواړم چې ناتوان يم، خپل ځان تا ته سپارم چې تۀ راته بس یې. اے خدايه! زمونږ او زمونږ

د قوم ترمېنځ فېصله وكړې چې دوی د مكر او فرېب لاره غوره كړه او زمونږ له ملګرتيا نه یې لاس واخېست او مونږ چې ستا د ګران پېغمبر او حبيب حضرت محمد مصطفی (ص) اولاد يو قتل كړو هغه پېغمبر چې خپل رسالت ته دې غواره كړ او د خپلې وحی امين دې كړو. اے خدايه ! اے له ټولو نه زيات مهربانه! په حوادثو كښې راباندې پراختيا او راته په راپېښو چارو كښې ژغورنه نصيب كړې. ستا د قضا او قدر په وړاندې زغم او صبر لرونكے يم، تۀ هغه پالونكے یې چې بې له تا نه بل خداے نشته، اے د فرياد كوونكو فرياد اورېدونكيه چې زما لپاره بل پالونكے او د عبادت لائق ذات نشته، ستا په حكم او تقدير باندې صابر او زغمجن يم . اے د هغه چا فرياد اورېدونكيه چې فرياد اورېدونكے نۀ لری تۀ تل ژوندے یې او هیڅ كله پايان نه لرې، اے د مړو راژوندی كوونكيه، اے هغه خدايه چې هر كس په خپلو اعمالو سره تلې زما او د دې خلقو ترمېنځ فېصله وكړه چې تۀ تر ټولو غوره فېصله كوونكے یې.(( او دلته امام مخ په خاورو كېښود او د خداے په درګاه كښې یې عرض وكړ: "بِسْمِ ا للّه وَبِاللّه وَفِى سَبيلِ اللّه وَعَلى مِلَّةِ رَسُولِ اللّه" او شهيد شو
514271
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: