IQNA

په امارات كې د راس الخيمه نومی قرانی مقابلی تر سره كیږی

19:40 - February 06, 2010
د خبر لمبر: 1883454
نړيواله ډله: د اماراتو په راس الخيمه ښار كې له پينځلسمی فروری تر شپږويشتمی فروری پورې د راس الخيمه نومی لسمی قرانی مقابلی تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو له سر كاری خبری اژانس وام یې نقلوی چې د اماراتو د راس الخيمه نومی قرانی مقابلی مشر ښاغلی ''عمر بن عبدالعزيز القاسمی" په يوې خبری ناستی د دې خبر په وضاحت كولو سره وويل چې دا مقابلی د ښځو او سړو تر مينځ تر سره كیږی
دې مقابلو كې ګډون لپاره تر اوسه پور نږدې دوه سوه كسانو نومونه ليكلی دی چې پكښې يوسل اووه كسان ټاكل شوی دی
هغه زياته كړه چې دا مقابلی په څلورو برخو كې تر سره كیږی چې پكښې د قران پاك ټول حفظ، د قران پاك شل پارو حفظ، د قران پاك د لسو پارو حفظ او د قران پاك د پينځو پارو حفظ شامل دی
د دې مقابلې تر سره كوونكې كمیټۍ دوه نيم سوه زره اماراتی درهمو انعامونه مقرر كړی دی چې په مختلفو كسانو باندې ويشیږی
535064
captcha