د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای نن د داخله وزير او د امنيتی ځواكونو د قومندان د ځای ناستی ا و د يو شمير قومندانانواو دامنيتی ځواكونو له كاركونكو سره په كتنې كې ،د امنيتی ځواكونو ا صلی دنده ، له فساد ،بې نظمۍ، بلواګرۍ ،قاچاق ، غلا،نا امنيو او له نشه ايزو توكو سره مقابله وبلله.
آيت ا... العظمی خامنه ای له مسلو بشپړه خبرتيا،دامنيتی ځوكونو يوه حياتی اړتيا وبلله او زياته یې كړه،كه دغه خبرتيا وی، نو له مجرمينو سره به په چلند كې خلك ته تا وان ونه رسیږی .
رهبرۍ ستر مقام له خلكو سره د امنتی ځواكونو سم ،صميمی ،او مناسب چلند سپارښتنه و كړه، او زياته یې كړه،د خلكو د ليد و په مقابل كې د انتظامی ځواكونو د اقتدار ساتل،يوه هغه واجبه چاره ده چې په څنګ كې یې، خلكو ته احترام هم وا جب دی ،او دواړه بايد ديو بل تر څنګ وی .
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای له ټولنيزو مفسدينو سره د جدی چلند لپاره امنتی ځواكونو ته سپارښتنه وكړه،او له ځينو كسانو سره په جدی او پياوړی چلند ټينګار وكړ چې قصدی اويا هم د بې پامۍ له كبله د ټولنې څيره ،د دينی، نجابت،او پاكۍ له نظره لرې كوی.
568566