IQNA

په عراق كښې د «علامه سبزواری» د درناوی نړيوال سمينار ترسره كیږی

21:30 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916266
نړيواله ډله: د آيت‌الله العظمی سيد عبدالأعلی سبزواری د شخصيت در درناوی نړيوال علمی سمينار د غويی د مياشتې په 12 نیټه د كوفې د فقهې په پوهنتون كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «البلاغ» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار په دې غږ «آيت‌الله العظمی سبزواری؛ يو خلاق مرجع او پيشرو مكتب» سره په دې چارچوب كښې چې 2010 كال كښې نجف اشرف د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه وټاكل شی ترسره كیږی.
«صباح عنوز» د كوفې د پوهنځی مشر او د دې سمينار مشر په دې هكله وويل: د دې پروګرام د ترسره كولو غرض د علمی پوهانو د علمی زيارباستو درناوې او اسلامی شخصيتونو او د په علم او اسلامی پوهې كښې د وړاندې كسانو درناوې كول دی.
هغه زياته كړه: د دې سمينار له موضوعاتو يو د علامه سبزواری د عرفانی، تفسيری، فكری، تاريخی او بلاغأی شخصيت څیړنه ده چې پكښې ځينې عربی او غير عربی شخصيتونه له عراقه او بهرنی هيوادونو ګډون كوی.
د يادونې ده چې آيت‌الله العظمی سيد عبدالأعلی سبزواری په 1327 هجری سپوږميز كال كښې په سبزوار ښار كښې چې مشهد مقدس سره نږدې دی وزیږيد او په 1348 هجری سپوږميز كال كښې په نجف اشرف كښې له دنيا لاړ چې د خپلې زمانې له لويو مجتهدانو او استاذانو څخه و.
572226
captcha