د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، دا مجله په عربۍ ژبه خپره شوې چې 56 مخونه لری، د دې چيف ایډیټر «مهدی گلجان» او سكیټری «حسين سرور» دی.
دا كال چې د رهبر د لوی مقام له اړخه د زيات همت او زيات كار په نامې نمول شوی دی، نو په مجلې كښې په همدې مناسبت "مسلمانه ښځه او رسندويو سره د هغې اړيكې، كورنۍ او كلتوری يرغل، په تهران كښې د پوهانو ښځو دويم نړيوال سمينار، جنسی بی شرمی او په اسلام كښې واده د هغې حل لاره، د ځوانانو او ماشومانو لپاره د اينټرنیټ اخلاقی خطرې هغه موضوعات دی چې په دې ګڼه كښې څیړل شوی دی.
د حجاب زياتيدل، د لائيك لپاره شكست، د نړۍ بزرګی د مسلمانې ښځې د بزرګې په سبب، په مكی ايتونو كښې د ښځې موضوع او داسې نور موضاعات هم په دې ګڼه كښې شامل دی.
588154