IQNA

د پاكستان په لاهور ښار كې هنرې نندارتون تر سره شو

23:40 - June 23, 2010
د خبر لمبر: 1945593
كلتوری ډله: د پاكستان د لاهور ښار كې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ په امام رضا هال كې د روانی ميلادی ‏مياشتی جون په يوويشتمې نیټې هنرې نندارتون تر سره شو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې د ‏لاهور په خانه فرهنګ كې د هنری ماهرينو په دې نندارتون كې د خطاطی نقاشی او د سرو زرو د لاس كار په برخو كې ‏خپل څيزونه وړاندې كړ. ‏
د پنجاب پوهنتون د فردوسی پيژندنی څانګې مشر ښاغلی "آفتاب اصغر" او د نقش نومی هنری ښوونځې مشر ښاغلی ‏محمود الحسن رومی او په لاهور ښار كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ مشر عباس فاموری او د پاكستان د ‏فارسی ژبی استاذانو هم د دې نندارتون په افتتاحی مراسمو كې ګډون كړی دی.‏
‏602169‏
captcha