IQNA

په قزاقستان كښې د حلال د صنعت د پراختيا مركز شورو شو

23:39 - July 21, 2010
د خبر لمبر: 1960218
نړيواله ډله: د حلال د صنعت د پراختيا مركز د قزاقستان او مليشيا په ګډون سره د قزاقستان په پلازمينه استانه ښار كښې شورو كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له inform یې نقلوی، د هغې قولنامې مطابق چې د مليشيا د «آرمانارايا(ArmanahRaya)» اقتصادی ډلې او د «كازنكس اينوست(Kaznex INVEST)» او د قراقستان د «فتاح فينانس(FATTAH FINANCE)» ترمينځ لاسليك شوه، دواړو هيوادونو په دې خبرې موافقه وكړه چې د حلال هاب (Halal Hub) په نامه د قزاقستان په پلازمينه كښې يو مركز جوړ كړی شی.
619109
captcha