IQNA

مليشيا، د ايرانی محصلانو د "قران سره د مينې محفل" كوربه

23:28 - August 28, 2010
د خبر لمبر: 1983046
نړيواله ډله: قران سره د مينې محفل، چې ايرانی محصلانو سره خاص دی، د شنبې په ورځ د وږی د مياشتې په 13 نیټه د مليشيا د ټيكنالوجۍ په پوهنتون(UTM) كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش،دا قرانی محفل د روژې د مياشتې په مناسبت په مليشيا كښې د جمهوری اسلامی ايران په كلتوری مركز كښې د ايرانيانو جينكو او هلكانو محصلانو په ګډون سره ترسره كیږی.
په دې پروګرام كښې به، قرانی مقابلې، د قران كريم تلاوت، افطار او په مليشيا كښې د ايران سفير «محمد مهدی زاهدی» به په كښې وينا كوی چې په بيلا بيلو هيوادونو كښې د قرانی كلتور د لوړاوی په هكله به خبرې اترې كوی.
ويل كیږی، په دې پروګرام كښې د تلاوت لپاره د محصلانو نوم ليك شورو شوی دی.
643029
captcha