IQNA

د فرانس د مسلمانانو شورا په عراق كښې په كليسا باندې بريد وغنده

22:41 - November 02, 2010
د خبر لمبر: 2024543
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانانو د شورا مشر «محمد موسوی»، د اسلام په نامه د افراطی ډلو په بغداد ښار كښې په «رستگاری ما» كليسا باندې بريد ډېر په ټينګار سره وغنده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزراش چې له la-croix اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د فرانس د مسلمانانو د شورا مشر پرون د لړم د مياشتې په لسمه نیټه په يوې اعلامیې كښې د بغداد د اشوری كاتوليك په كليسا بريد په سختۍ سره وغنده او ویې ويل: داسې رنګ قدم اچتول په بشپړه توګه د اسلام مخالفت دی او مونږ د انسانيت پر ضد دا كار غندو.
687061
captcha