IQNA

په فرانس كې د غدير اختر جشن جوش او جذبی سره تر سره كیږی

20:10 - November 08, 2010
د خبر لمبر: 2028122
نړيواله ډله: د غدير اختر په مناسبت سره د فرانس په پلازمينې پيرس كې په بيت الزهراء كې د جشن ‏پروګرام په احترام او درناوې سره تر سره كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انجمن بيت الزهراء په لاس تر سره ‏كيدونكې دغه محفل د ځای وخت په مطابق ماښام پينځه بجې شورو كیږی. په دې جشن كې د د اسلامی ‏جمهوريت ايران د مختلفو ادارو كار كوونكی په پوهنتونونو كې مشغول محصلان او د اهل بيتو نور مينه ‏وال ګډون كوی. ‏
د انجمن زهرا د ويندوې ويب پاڼې په مطابق په دې پروګرام كې د قران پاك د تلاوت نه پس د دعای ‏كميل پرګرام او پس له هغې دينی عالمان د دې اختر او دې سترې ورځې په اهميت باندې خبرې كوی او ‏شاعران به ددې اختر په مناسبت د حضرت امام علی عليه السلام د مقام او فضيلت په هكله شعرونه ‏لولی.‏
‏690183‏
captcha