د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان د خارجی سياست او ملی امنيت كميسيون ويندوی ښاغلی محـمد كرمی راد نن له خبريالانو سره په مركه كښې په دې خبرې سره چې تهران هیڅ كله خبرې نه دی پریښودلی وويل بره منطق هیڅ كله له خبرو اترو څنګ ته نه كیږی.
دوی د دې پوښتنې په ځواب كښې چې لويدیځې رسندویې د استنبول خبرې اترې ماتی خوړلی ګڼی وويل كه چيرې هغوې د خبرواترو په ماتی باوری دی نو مسؤوليت یې د مقابل لوری پرغاړه دی ځكه چې د ايران اسلامی جمهوريت تل د خبرواترو هركلی كوی.
د ايران د پارلمان د خارجی سياست او ملی امنيت كميسيون ويندوی په دې خبرې ټينګار سره چې لويدیځ بايد د ايران په وړاندې خپل چلند سم كړی وويل په يوه پړاو كښې د اټومی فعاليتونو ځنډول د باور جوړونې د اقدام په توګه مطرح شو خو لويدیځوالو د اټومی فعاليتونو له ځنډولو د ايران د ټولو اټومی فعاليتونو د بندولو اخستون وكړ.
هغه دغه راز د اروپايی اتحادیې د خارجی سياست د مسولې ميرمن كاترين اشټون په څرګندونو نيوكې سره چې ويلی یې وو د ايران له شرطونو خپه شوی ده وويل ايران د استنبول په جامعو خبرو اترو كښې له معلومو وړانديزونو سره خبرو ته ورننوت او يو شفاف، منطقی او عمل ګرايانه دریځ یې غوره كړ.
يادونه كوو چې د ايران د اسلامی جمهوريت او د پينځه جمع يوې ډلې د موافقې پر اساس چې د جنورۍ د مياشتې په دريمه نیټه یې په جينوا كښې كړی وه د خبرواترو نوی پړاو د جنورۍ په ۲۱ او ۲۲ نیټه د تركیې په استنبول كښې تر سره شو.
725183