IQNA

په عراق كښې( د رسول اكرم (ص) د شخصيت د څیړنې) بين المللی كانفرنس روان دی.

16:20 - February 22, 2011
د خبر لمبر: 2084883
بين المللی ډله: د حضرت محمد مصطفی (ص) د شخصيت او د هغوی د اخلاقی فضيلتونو د څیړنې بين المللی كانفرنس د «وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين» په شعار سره د كوفې په پوهنتون كښې د تر سر ه كيدو په حال كښې دی.
د الكوثر اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د اسلامی نړۍ د يو شمير څیړونكو، محققانو، خبره ګانو او د تقليد د مراجعو د يو شمير استازيو په شتون سره د سلواغې د مياشتې له ٢٨ نه پيل شوی او د وری د مياشتې تر ٣ نیټې پورې دوام لری.
د(رسول اكرم (ص) د شخصيت د څیړنې) بين المللی كانفرنس د اسلام د شريعت د معرفی كولو، د اسلام د مبين دين د سمې څيرې د وړاندې كولو او د سولې او مينې د پيغام راوړونكی په توګه د نبی اكرم (ص) د مثالی او انسانی شخصيت د معرفی كولو، د نبی اكرم(ص) د مطهر او معطر سيرت د بيانولو او په اسلامی ټولنه كښې د اخلاقی او انسانی تعليماتو په پياوړتيا كښې ددغه سيرت د اغيزې د بيانولو په موخه تر سره كیږی.
750854
captcha