IQNA

د قم په مسجد اعظم كښې د بحرين د شهيدانو د لمانځنې مراسم تر سره كیږی.

15:52 - March 18, 2011
د خبر لمبر: 2097421
سياسی او ټولنيزه ډله: د بحرينی شهيدانو د لمانځنې مراسم د جمعې په ورځ د قم ښار په مسجد اعظم كښې تر سره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د قم د څانګې د رپورټ له مخې:دغه مراسم به د بحرينی، حجازی او نورو عربی هيوادونو د علماو، فضلاو او طلابو له خوا د قم په مسجد اعظم كښې تر سره شی.
دغه مراسم به د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو نه پس د بحرين د شهيدانو د ياد او خاطرې د نمانځلو او ددغه هيواد د مظلومو خلكو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په موخه تر سره شی.
د يادونې وړ ده چې د نوموړو هيوادونو ګڼ شمير زده كونكی د قم په حوزه كښې د اسلامی علومو په زده كولو بوخت دی.
همداراز په قم كښې استوګنو دغو طلابو د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د بحرين د خلكو په وژلو كښې د بحرين، عربستان او اماراتو د واكمنانو د جنايتونوپه كلكه د غندلو په ترڅ كښې راوستی دی: نن ورځ داسې مسلمان نشته چې په بحرين كښې د اهل بيتو (ع) د مكتب د مينه والو د دړدونكی حالت او خونړيو نښتو نه غمګين نه وی، د هغو بې ګناهو وژله چې د هغوې جرم د ظالمو واكمنانو په وړاندې يوازې د خپلې عقيدې څرګندول دی.
:765387
captcha