IQNA

د نهج البلاغې نړيوال سمينار په نجف كښې ترسره كیږی.

12:04 - March 29, 2011
د خبر لمبر: 2098804
نړيواله ډله: د نهج البلاغې تر موضوع لاندې نړيوال سمينار د وری د مياشتې په اوومه نیټه په نجف اشرف كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې له الكوثر اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د كوفې د څیړونكی مؤسسې مشر «هادی التميمی» په يوې خبری غونډه كښې په دې هكله وويل: دا سمينار به د كوفې د څیړونكی موسسې او د بنيادی څیړنو پوهنځای په مرسته د نهج البلاغې تر عنوان لاندې تر سره كیږی.
په دې سمينار كښې به د بحرين، اردن، مصر، ايران او الجزائر څیړونكی ګډون كوی.
766221
captcha