د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه په دوام كې د قران پاك دا ايت ذكر كړ چې «لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ» چې خدای تعالی د پيغمبر اكرم د مبعوث كيدا لامله په انسانانو منت او احسان كړی دی
د ويلو ده چې نن د رجب المرجب د مياشتې ۲7 نیټه چې د جون ديرشمه نیټه كیږی د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا.. . عليه وآله وسلم مبعث له كليزې سره برابره ده چې د اسلمی نړۍ بلكې د درست بشريت لپاره يوه غوره ورځ ده دغه ورځ دې درست بشريت پّ تيره بيا تاسو خوږو لوستونكو ته مبارك وی.
« اقرا،» ولوله د خپل پالونكی په نامه ، هغه پالونكی چې ته او ټول انسانان یې وپنځول، ولوله او هغه په سترتوب ياد كړه ، هغه ذات چې تاته یې لوستل درزده كړل.
دا جملې هغه وخت پر محمد (ص) ولوستل شوې چې هغه ليك او لوست نه شو كولی . په لړزانه او اندیښمن غږ یې وپوښتل :« ولولم» « څنګه ولولم؟» زه خو لوستی نه شم ......»
په هغه رازداره شپه كې د نور غره جنوبی څنډې د سپوږمې په تتې رڼا كې ځليدې، مكه او خوا وشا یې په خوږ خوب اوده وه او پر هر ځای درنه چوپتيا خپره وه، په دغه رازدارو شيبو كې ناڅاپه په اسمان كې ناشنا شان او بریښنا وزمه رڼا وځليده او د خدای د حبيب مخې ته افق څرګند شو. هغه په خپل روح او بدن كې لړزا احساس كړه ته وا د محمد روح ډير لوی ظرفيت پيدا كړی و . ناڅاپه د رسول الله مبارك د سترګوپه وړاندې يو برمناك او پرتمين مخلوق څرګند شو. حضرت محمد به چې د اسمان په هر لور كتل هغه به یې ليده ، هو، هغه بل څوك نه وو ، د خدای پرښته جبراييل وه. جبراييل ورنزدې شو او محمد یې په غیږ كې ونيوه ، بيا یې ورغږ كړ «ای محمده! ولوله »
(سوره علق)
هغه روحانی غږ يو ځل بيا په فضا كې انګاز ه وكړه او د محمد په زړه كې كښيناست. ای محمده ، ته دخدای پيغمبر یې او زه یې پرښته جبراييل يم.
د رسول الله مبارك په ټول وجود عجيبه شان احساس خپور شو،تندې ګرمۍ یې بدن سوزاوه خو اوګې یې له هيجانه لړزيدې. له ځايه یې د پاڅيدو تابيا وكړه خو لكه چې توان یې نه درلود. په دغه ولوله ناكو شيبو كې نړۍ نه وه خبر چې د مكې امين حضرت محمد په پيغمبرۍ ګمارل شوی دی.
له دغه عظيمې پیښې وروسته محمد د حرا له څمڅې راووته . ستورو لا پټ پټونې كولې او نرۍ مياشته د مكې ښاره ته ځيره وه. خو له دغه غلې چوپتيا شاته ، يو نوی غورځنګ پيل شوی او د نړۍ په كالبوت كې يو نوی روح پوشوی و. ټوله هستی ولوله ناكو زمزمو نيولې وه.ته وه غرونو او دښتو او په ځمكه او اسمان كې هر هر څه نجوا كوله چې « سلام دې وی پر تا ای د خدای غوريزه»
محمد (ص) ورو خو درانه ګامونه پورته كړل . هغه د خپل امن كور په فكر كې وو چې يو څو شيبې دمه وكړی او دا لوی راز خپلې همدمې خديجې ته ووايی. نو ګامونه یې د كور به لور ګړندی شول.
كله چې بی بی خديجې ور پرانسته د محمد په تورو او نافذو سترګو كې یې ځانګړې ځلا وليدله. د هغه ځلانده څيره نوره هم راكښونكې شوې وه . بی بی خديجې محسوسه كړه چې ضرور كومه خاصه پیښه شوې ده . حضرت محمد له يوې ګړۍ دمې وروسته هغه څه چې ليدلې وو بی بی خديجې ته وويل:د بی بی خديجې په زړه توپان شانته راغی . پاڅيده او دخپل هوښيار تربور ورقه بن نوفل كورته لاړه او كيسه یې هغه ته بيان كړه. ورقه بن نوفل وويل: كه دا پیښه چې دې وويله پیښه شوې وی نو پوه شه چې محمد دخدای پيغمبر دی . هغه ته ووايه چې په خپل كار كې ثابت قدمه ووسی.
بی خديجې په ډيرې خوښۍ سره د كور لاره ونيوله په داسې حال كې چې زړه یې كرار او باور موندل و. او محسوسوله یې چې له دې وروسته له محمد سره د ملګرتيا دنده دهغې په غاړه اچول شوې ده . ور یې پرانسته ، دخدای رسول ته یې مخ كړ او په ډيره مينه یې وويل: اسلام عليكم يا رسول الله، سلام دې وی پر تا ای د خدای رسوله ، ای محمده ، په هغه چا قسم چې د خديجې ځان یې په لاس كې دی . دا ستا د كړاوونواو پرهيزګاريو انعام دی.........» او خديجه لومړۍ ښځه وه چې په هغه یې ايمان راوړ.
په تيارو د رڼا د بری او د انسانانو د بيا ژوندی كيدو ورځ او بعثت دې تاسو ټولو ته مباركه وی.
د بعثت په زمانه كې نړۍ په ګډوډيو كې ډوبه وه .د خرافاتو او ناپوهيو دوديدا د انسان ارزښت له مينځه وړی و . انسانان له لومړيو حقوقو بې برخې وو . په حجاز كې به ښځې د خپلو پلرونو او میړونو او يا مشرانو زامنو مال ګڼل كيده اوهغه به یې په ميراث وړلې. په دينی مراسمو او دستورو كې به داسې څه كيدل چې انسان یې تصور هم نه شی كولی. په ځينو قبايلو كې د لوڼو ژوندی ښخولو به بوږنوونكې صحنې پنځولې ليدل كيدل به چې يوه معصومه او له دنيا ناخبره لور لګيا ده له خپل پلار سره د قبر په كيندلو كې مرسته كوی او د خپل پلار له سره دوړې او خولې پاكوی او بيا به څو شيبې وروسته همدغه جينې ژوندۍ د همدغه پلار په لاس په ګور شوه. ظلم او سخت زړه والی د ټولو قبيلو مشترك ټكی و. او د هغو خلكو په سينو كې د كاڼی زړونه درزيدل چې په خپله به یې هم د كاڼو او ستورو عبادت كاوه. په ځينو نورو سيمو كې بيا د انسانانو وژل او د معزولو شويو باچايانو او شاهزادګانو ړندول په خپلو سياسی سيالانو د برلاسی لپاره يوه عادی خبره وه. د اسمانی اجرامو لكه لمر سپوږمۍ ستورو، ډول ډول حيواناتو او انسانانو عبادت هغه لوی خنډونه وو چې له هغوی تيريدل او د عقلانيت په لور زغاستل ګران كار ښكاريده. پّ دغه هر اړخيز بحران كې حضرت محمد نوی دين راوړ او د اصلاح بيرغ یې پورته كړ.
په حقيقت كې د رسول الله مبارك د بعثت اصلی موخه د انسانانو هدايت او ژغورنه ده . د خدای د رسول بعثت د جهل ، شرك، او د نورو په حقوقو د تيری په چاپيريال كې ډير لوی انقلاب راوسته . له همدې امله پوهانو رسول الله مبارك د انسان په تاريخ او ژوند كې تر ټولو د لوی معرفتی ، ارزښتی او ټولنيز انقلاب سرچينه ګڼلی دی . هغه حضرت د ژوند په وړو او لويو ډګرونو كې لكه دنيا ، آخرت،مسووليت، فرض،اقتصاد سياست، اخلاقو او معنويت كې د انسان لپاره حل لارې وړاندې كړې . د خدای رسول د انسانيت ، عدالت ، او عقلانيت په وړاندې كولو سره انسان ډيرې ښې لارې ته هدايت كړ.
د قران مجيد په تعبير، د پيغمبر بعثت انسان ته يوه نوې لاره پرانستله او هغه یې د ظلم او ناپوهۍ له تيارو د رڼا او روښنایۍ په لور هدايت كړ. د احزاب سورې په درې څلویښتم ايت كې راغلې دی. « هغه دی چې په خپله او پرښتې یې پر تاسو( مومنانو) سلام او درود استوی چې تاسو له تيارو رڼا ته بوځی.»
په دغو تيارور كې هغه ټولې تيارې شاملیږی چې د نړۍ په سويه په د انسان په ژوند كې پيدا كیږی. لكه د شرك او كفر ، جهل او ظلم،بې عدالتۍ او توپير،له اخلاقو ليرې والی،ورور وژنه، كږ فهمی، او داسې نورې تيارې چې د مادياتو د غلبې په وجه ورسره انسان مخامخ كیږی.
ويلی شو چې نننۍ نړۍ د معنوی تشې او هغو زياتو اخلاقی ستونزو له امله چې د نن پير انسان ورسره مخامخ دی تر هر وخته زيات د الهی پيغمبرانو ښوونو ته اړمن دی. نن سبا د تير وخت په پرتله هيوادونه يو څه غوره او بشپړ قوانين لری. خو تجربې ښودلې ده چې د انسان قوانين د هغه د روحی ستونزو د حلولو لپاره كافی نه دی. نن سبا ټولنيز ، اقتصادی او امنيتی حالات تر بر هر وخته زيات ستونزمن دی او دا چاره د زياتی ګرو او كبرجنو قدرتونو د سلطې پايله ده . له بلې خوا په اوسمهاله نړۍ كې په نبوی پيغام او الهی تعليماتو د پوهيدلو لپاره د انسان وړتيا هم تر پخوا زياته شوې ده. او هر څومره چې علم او ساينس پرمختګ كوی د اسلام پيغام نور هم پراخیږی. او هر څومره چې زورواكان او نړۍ خواران د انسانی احساساتو د ځپلو او د انسانانو د تسخيرولو لپاره له خپلو حيوانی وسايلو كار اخلی د اسلام رڼا نوره هم ځلیږی. او انسانان نور هم د اسلام تعليماتو ته تږې كیږی.
نن سبا هم په ختیځ او هم لويدیځ كې د اسلام پيغام ته چې د توحيد، معنويت، عدالت، او د انسان د كرامت پيغام دی د انسانانو د تندې نښې تر بل هر وخته زياتې ښكاری.او انسانانو په خپلو لويو پاڅونونو او انقلابونو سره وښودله چې د معنويت او هغو اخلاقو تږې او اړمن دی چې يوازې د انبياوو په تعليماتو كې موندل كیږی.
خپله وينا په دې خبرې سره پای ته رسوو چې رسول الله مبارك (ص) د خپل بعثت او په پيغمبرۍ د ګمارل كيدو هدف، په نړۍ كې داخلاقو بشپړتيا ګڼی او فرمايی: انی بعثت لاتمم مكارم الاخلاق، زه د اخلاقو د بشپړولو لپاره مبعوث كړی شوی يم. دا هماغه زمونږ د مادی نړۍ وركه شوې كړۍ ده چې دخدای وروستی استازی بشريت ته ډالۍ كړې ده .
رحمان بابا وایې:
كه صورت د محمد نه وای پيدا پيدا كړې به خدای نه وه دا دنيا
كل جهان د محمد په روی پيدا شو محمد دی د تمام جهان آبا
نبوت په محمد باندې تمام شه نيشته پس له محمده انبيا
كه نبی دی كه ولی دی كه عاصی دی محمد دی د همه واړو پيشوا
كه رڼا ده پيروی د محمد ده ګڼه نيشته په دنيا بله رڼا
محمد د بيچاره و چاره ګر دی محمد دی هر دردمند لره دوا
زه رحمان د محمد د در خاكروب يم كه مې خدای نه كړه له دې دره جدا
په دې دعا سره چې خدای تعالی مونږ ته دهغه حضرت (ص) په لارښوونو د تګ توفيق راكړی.
817433