IQNA

د بحرين ولس مظاهرې د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو پورې دوام لری

15:21 - August 09, 2011
د خبر لمبر: 2167944
نړيواله ډله: د بحرين ولس به خپلې مظاهرې او احتجاجونه هغه وخته پورې تر سره كوی تر څو چې خپل حقوق یې تر لاسه كړی نه وی او د ال خليفه حكومت د خلكو په خلاف دسيسې او يرول او د مظاهرو د مخنيوی هڅې به څه ګټه ورنه كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې العالم یې نقلوی چې د بحرين د يوه فعال سياسی مشر په دې هكله وويل چې خلك د خپلو حقوقو او د انتخاباتو لپاره د رای او ووټ حق تر لاسه كولو پورې به خپل مظاهرو او هړتالونو ته دوام وركوی.
هغه زياته كړه چې بحرين د كړكيچ د ختميدو يوازنی حل دا دی چې ال خليفه د قدرته لاس واخلی او خلكو ته د مرضی او ازادو ټولټاكنو او انتخاباتو موقع وركړی.
هغه جوته كړه چې د بحرين حكومت لخوا د خلكو له سركاری ادارو څخه ايستل او تنخواګانو بندول يا كمول به هغو ته څه ګټه ورنه كړی.
839261
captcha