IQNA

علی لاريجانی: ميرمن كلينټن ګومان كوی چې ديپلوماسی د لوبو سامان دی

17:07 - October 30, 2011
د خبر لمبر: 2214556
د ايران د اسلامی شورا مشر د هيلاری كلنټن په وروستيو څرګندونو په نيوكې كولو سره وويل ميرمن كلينټن ګومان كوی چې ديپلوماسی د لوبو سامان دی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پارليمان له عمومی تعلقاتو برخې ې نقلوی چې د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن د اسلامی شورا په غونډه كښې په تهران كښې د انټرنیټ له لارې د سفارت د پرانيستلو په اړه د امريكا د خارجه وزيری هيلاری كلنټن د څرګندونو په غبرګون كښې وويل د يپلوماسی يوه حقيقی چاره ده چې د ملی ګټو د ساتلو لپاره قوانين وضع كوی خو ميرمن كلينټن ګومان كوی چې ديپلوماسی د لوبو سامان دی.
علی لاريجانی وويل د امريكا د خارجه وزيری څرګندونې بې اساسه دی او هغه بايد جدی ونه ګڼو، خو كه د امريكا ستونزې په مجازی سفارتونو سره حل كیږی، نو ولسمشر اوباما هم بايد له يوی مجازی خارجه وزيری سره كار وكړی.
د ايران د اسلامی شورا مشر ټينګار وكړ د هيلاری كلنټن وروستۍ څرګندونې د دې ښودنه كوی د امريكا په ذات كې ترهه ګر چلند موجود دی او د دغه هيواد حكومت یې بايد ځواب ووايی.
889840
captcha