د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی ټينګار وكړ د سيمې د ملتونو اسلامی خوځښتونه له شك پرته تل پاتې او د پرمختګ په حال كې دی او د ملتونو په پرله پسې ویښيدو سره له ډګره د نړيوال استكبار لاس يو په بل پسې لنډیږی چې دا د اسلام ورځ تر بلې زياتيدونكئ ځواك او اقتدار په ډاګه كوی .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای څرګنده كړه په منځنی ختیځ كې د اسلامی ویښتيا څپې نړی په تيره امريكا او اروپا تر اغيز لاندې راوستلې او نړيوال به ډير زر د دې خوځښتونو په پايله كې د لويو بدلونونو شاهدان وی .
ښاغلی حضرت آيت الله خامنه ايی هم دا راز د سيمې په پاڅونونو كې د ايران د لاس لرلو په اړه د لويدیځ د تورونو په ردولو سره وفرمايل د ايران د اسلامی جمهوری نظام، بقا، دريدنه او مقاومت په خپله د سيمې د ملتونو لپاره بيلكه او الهام بښونكئ دئ .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تيرو ۳۲ كلونو كې د دوښمنانو له بيلابيلو چلينجونو سره سره د ايران د ملت مخ په وړاندې حركت او پرمختګ ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران ملت به په همدې كلتور او روزنې سره هر ناممكن ممكن اوپه همدې روحېې په دوام سره به وروستئ برياليتوب د ځان برخه وګرځوی .
د انقلاب معظم رهبر څرګنده كړه د ايران ملت سوله غوښتونكئ ملت دئ خو هر ډول ګواښ او يرغل ته به په بشپړ ځواك او دريدا سره ځواب وركړی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ای همدا راز بسيج د عاشورا مكتب وياړمن لاروی ،په تاريخ كې د ايرانی ملت الهام بښونكئ او تل پاتې يادګار او داسې يو حركت وباله چې د خلكو له منځه د خلكو د خدمت لپاره راپاڅيدلئ دئ .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وسله وال ځواكونه د ايرانی ملت او هيواد د درناوی پانګه وبلله او وېې وفرمايل د ايران د اسلامی جمهوريت د فوځ پوهنتونونه د علم او جهاد مركز دئ او په دغو پوهنتونونو كې د ايمان ، معنويت ، او برابريدا بوی حس كیږی .
906362