IQNA

د محرم الحرام د مباركې مياشتې وروستی څو ورځو ته لنډه كتنه

11:32 - December 05, 2011
د خبر لمبر: 2234340
د تفكر ډله: د امام حسين عليه السلام د نبوی كورنۍ وړه قافله له ډيرو اوږدو سفرونو وروسته د عربو په وچه دښته كې د اوړی په سخته ګرمۍ (د آړ په ديارلسمه نیټه) كې بلاخره د كربلا ټاتوبی ته ورسيدله او همدلته د ابن زياد له خوا كلابنده شوه
×× د امام حسين (ع) قافله د يو شپيتم هجری قمری كال د محرم د مياشتې په دوهمه نیټه كربلا ته ورسيدله او امام حسين لږ وروسته د خپلو ملګرو د كورنۍ د غړيو او زامنو په مينځ كې ودريده او دا خطبه یې ولوستله: «اما بعد، زمونږ برخليك همدلته دی چې تاسو یې ګورئ، د زمانې حالات بدل شوې دی بدۍ ښې په ډاګه كیږی او ښیګړو زمونږ له ټولنې كډه كړې ده. انسانی فضايل له مينځه تللې او دومره لږ پاتې دی لكه د لوښی په ويخ كې چې يو څو څاڅكی اوبه پاتې وی. خلك ډير په ذلت او شرم ژوند كوی. په حقو عمل نه كیږ ی او له باطله ډډه نه كیږی.غوره ده چې په داسې شرموونكې چاپيريال كې ايمانداره او فاضله كسان میړانه او سرښندنه وكړی او د خپل رب كتنې ته ورشی .زه په دغسې له ذلته په ډك ژوند كې مرګ نيكمرغی او له ظالمانو سره ژوند بدمرغی ګڼم» امام په دوام كې وفرمايل: دغه ابن زياد كربلا ته زمونږ په رسيدلو سره ماته دا ليك ليكلی دی: اما بعد: زه د كربلا ټاټوبی ته ستا په رسيدلو خبر شوم خليفه يزيد بن معاويه ماته امر كړی دی چې تر هغې په ارام خوب ونه كړم او په مړه خیټه ډوډۍ ونه خورم تر څو چې تا ونه وژنم، يا دا چې زما امر ومنې او يزيد حكومت ته غاړه كیږدې.

كله چې امام حسين د ابن زياد ليك ولوسته په ځمكه یې وغورځاوه او داسې یې وفرمايل :بريالی نه دی هغه خلك چې د خلكو رضا ته د خدای پر غضب ترجيح اولومړيتوب وركړی.
د ابن زياد استازی د ليك ځواب وغوښته امام ورته وفرمايل چې ابن زياد له ما سره ځواب نه لری ځكه چې په هغه د خدای عذاب نازل شوی دی .
په مقتل خوارزمی كې راغلې دی چې امام حسين د خپل يو ملګری په وسيله عمر ابن سعد ته چې د كربلا په معركې كې د يزيد بن معاويه د لښكرو مشر و پيغام ولیږه چې ورسره وګوری او خبرې یې وشی.ابن سعد له دې وړانديز سره موافقه وكړه او امام د شپې مهال له خپلو شلو يارانو سره د هغې خيمې ته ورغی چې د دواړو لښكرو په مينځ كې لكه شوې وه.امام حسين له خپل ورور حضرت ابوالفضل عباس او خپل زوی حضرت علی اكبر سره خيمې ته ننوت ، عمر ابن سعد هم چې له شلو كسانو سره د خيمې په لور ورغلی و له خپل يو زوی او مريی سره خيمې ته ننوت، امام په دې غونډه كې عمر ابن سعد ته وويل چې ای د سعد زويه ، ايا ته غواړې له ما سره وجنګیږې په داسې حال كې چې ما پيژنې او پوهیږې چې زما پلار څوك دی ، ايا له هغه خدايه چې جاروت دهغه په لور دی نه ويریږې. ايا نه غواړې چې له ما سره وې او له دغه بنی اميه و لاس واخلې چې دا عمل خدای ته ډير نزدې او دهغه د توجه وړ دی. عمر ابن سعد په ځواب كې ورته ويل : ويریږم چې كوفې كې راته كور وران كړی. امام ورته وفرمايل: زه به تاته په كوفې كې په خپلې خرچې سره كور جوړ كړم ، عمر ابن سعد بيا وويل : ويریږم چې باغونه مې سركاری شی .امام ورته وفرمايل چې تر دغو غوره باغونه به درته زه په حجاز كې دركړم. عمر ابن سعد بيا پلمه وكړه چې ټبر او بچی مې په كوفې كې دی ويریږم چې راته مړه یې نه كړی. امام چې كله دعمر ابن سعد پلمې وليدلې د هغه له توبې او ستنيدو نهيلی شو. له خپله ځايه پاڅيده په داسې حال كې چې فرمايل یې: ولې له شيطانه په پيروۍ كې دومره كلك یې خدای دې زر په خپلې بسترې كې مړ كړه او د قيامت په ورځ دې له ګناهونو تير مه شه. په خدای قسم هيله لرم چې د عراق غنم دې نصيب مه شه مګر ډير كم. عمر ابن سعد هم په ټوكو كې وويل د عراق اوربشې زما لپاره كافی دی .
تاسو وليدل چې امام حسين له خپل سخت دښمن سره هم د ښیګړې په نيت خبرې كوی او هڅه كوی چې د هغه غافل او غوليدلې كس سترګې خلاصې كړی او نصيحت ورته وكړی چې دهغه د تباهۍ مخه ونيسی ځكه چې دا مام حسين د پاڅون اصلی مقصد امر بالمعروف او نهی عن المنكر و. هو د يو معصوم امام روده او سيرت همداسې وی .
د محرم په نهمه نیټه چې د جمعې شپه وه په كربلا كې د يزيدی لښكرو عمومی كوماندان عمر ابن سعد د كربلا په دښته كې په نبوی كورنۍ او د هغوی په ملګرو او يارانو د حملې لپاره خپل عسكر تيارسی كړی او حركت یې وكړ. په دغه شپه امام حسين له خپلې خيمې بهر تورې ته تيكه وهلې وه او سترګې یې ورغلې وې . د امام حسين خور او هغه د غمونو شريكې بی بی زينب چې كله د يزيدی لښكرو غږونه او دهغوی شور زوږ واوريده امام ته نزدې ورغله او عرض یې وكړ ای زما ګرانه وروره ، دښمن خيمو ته رانزدې شوی دی امام سر اوچت كړ. اول یې دا جمله وفرمايله:خپل نيكه رسول الله مبارك مې په خوب كې وليده چې ماته یې فرمايل : ای زما زويه ! ډير زر به ماته راورسیږې ، هاله یې ورور عباس ته غږ وكړ او ورته وې فرمايل: له تا قربان شم په اس سپور شه او د دښمن خيمو ته لاړ شه وګوره چې دهغوی اراده څه ده ؟
حضرت عباس له خپلو شلو يارانو سره د دښمن د لښكر په لور وخوځيده او دهغوی په مقابل كې ودريده . او دحرك د موخې تپوس یې ترې وكړ. ديزيدی لښكرو عمومی كوماندان عمر ابن سعد ورته وويل چې د امير ابن زياد نوی امر راغلی دی چې بايد يا امام حسين بيعت وكړی يا هم اوس سملاسی جنګ پيل كړه .
حضرت ابو الفضل العباس دغه پيغام امام حسين ته ورسوه او د ابن زياد وړانديز یې ورته ووايه . اما م حسين په ځواب كې وفرمايل:هغوی ته ورشه او هڅه وكړه چې نن شپه ترې مهلت وغواړې او جنګ سبا ته وځنډوې. ځكه چې غواړو نن شپه له خپل رب سره راز ونياز او لمنځونو او عبادتونه وكړو. په دې چې خدای ډير ښه پوهیږی چې زه له لمونځ، استغفار، د قران تلاوت او مناجاتو سره څومره مينه لرم.
حضرت ابو الفضل العباس بيرته لاړ او د يوې شپې مهلت یې وغوښته ، عمر ابن سعد له دې امله چې ددغه وړانديز په منلو كې زړه نازړه و نو موضوع یې د لښكرو كوماندان سره مطرح كړه او د هغوی نظر یې وغوښته چې په نتيجه كې د امام حسين له غوښتنې سره موافقه وشوه.
دمحرم د نهمې ورځې له لمر پريواته وروسته امام حسين د ماښام لمونځ وكړ او بيا یې خپلو ملګرو ته وينا وكړه وې فرمايل : اما بعد ، ما تر خپلو ملګرو او اصحابو غوره ياران او اصحاب نه دی ليدلې او د نبوت او اهل بيتو تر كورنۍ پاكه او وفاداره كورنۍ هم ما نه ده ليدلې . ، خدای تعالی دې تاسو ټولو ته د خير اجر دركړی. بيا یې وفرمايل: ما ته زما نيكه رسول الله خبر راكړی دی چې زه عراق ته بلل كیږم او د نينوا يا د كربلا نومې ځای كې به كوزیږم او هلته به شهيدیږم. نو دا دی د شهادت وخت رارسيدلی دی زما په نظر د ښمن به سبا له ما سره جنګ پيلوی او تا سو ته دا هم وايم چې د يزيد كار يوازې له ماسره دی نو په دې تاسو ازاد يم ، زه خپل بيعت له تاسو هسكوم او تاسو ټولو ته اجازه دركوم چې د شپې له دې تيارې استفاده وكړئ او خپلو كورونو ته ستانه شئ . او ځپل ځانونه له مرګ وژغورئ . په دې چې دا يزيدې لښكرې يوازې زما په تعقيب كې دی كه ما ته یې لاس راورسیږی له نورو سره كار نه لری.
دا وړانديز په حقيقت كې د علی ابن الحسين له خوا تر ټولو وروستی امتحان و او د دې ا متحان پايله د امام حسين د يارانو عكس العمل و چې هر يو په خپل بيان سره له امام سره خپله وفاداری او د خپلې وينی تر وروستی څاڅكی پورې د خپل استقامت ښودنه وكړه . او په دې ډول د امام ياران په امتحان كې سرلوړی شول . د عاشورا په شپه د نبوی كورنۍ په خيمو كې عجيبه ولوله او جوش او خروش د امام په يارانو كې موجود و . چا د سبا د جنګ لپاره خپلې وسلې تيارولې او څوك هم په عبادت او له خپل پروردګار سره په راز و نياز مشغول وو. او يا یې هم د قران تلاوت كاوه . د عاشورا شپه په دې ډول پای ته ورسيدله او دسهار تر لمانځه وروسته امام حسين خپلو يارانو ته په وينا كې وفرمايل: ای د لوړو كسانو زامنو ، صابران او زغم لرونكې اوسئ ځكه چې مرګ تر يوه پله زيات بل څه نه دی چې تاسو له سختيو او مشكلاتو بل لورې ته اړوی او هميشنيو نعمتونو او پراخ جنت ته مو بوځی.
د يادولو ده چې د اسلام ګران پيغمبر پر سپیڅلې كورنۍ چې د اوړی په سخته ګرمۍ كې هغه هم د عربو د كربلا په دښته كې د يزيد بن معاويه چې د بنی اميه وو د كورنۍ سرغنه و د لښكرو په وسيله كلابنده وه او اوبه ورباندې بندې وې او ماشومانو د العطش او العطش (يعنی تږی يوو) نعرې او فريادونه یې كول.
909929
captcha