IQNA

د فاطمیون نومې نجونو ښوونځی

د مونږ ټولو دنده د ملی یووالی او پیاوړتیا ساتل دي

14:05 - September 24, 2025
د خبر لمبر: 3491757
ایکنا - د  ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر  د  زده کړې  د نوی کال په لومړۍ ورځ کې د تهران په فاطمیون  نومط  نجونو ښوونځي کې  په دستورو کې په شتون سره، د زده کوونکو او ښوونکو ته د دغې ورځې مبارکۍ  وړاندې کړه او د   مقدسې دفاع  اونۍ په درنښت  او قدرونې سره ئې، د نجونو د رول په اړه د ایران  د اسلامي جمهوریت راتلونکي لپاره ټینګار وکړ؛ د وسلوالو ځواکونو او خلکو امنیت او پیاوړتیا، د  مقدسې دفاع  د پړاؤ  برکت او د هغه د پیاوړتیا روحیه ده او  مونږ ټول دنده لرو چې دا پیاوړتیا او یووالی وساتو.

  ایکنانیوز   د ملت کور خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف،  پرون سهار، د تلې د میاشتې په لومړۍ نېټه ،د زده کړې د کال په لومړۍ ورځ کې د تهران په فاطمیون نجونو ښوونځي کې د زده کوونکو په  ټول کې،  ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته دنوی کال د زده کړې د پیل په مناسبت مبارکۍ ورکړه او د ایران د اسلامي جمهوریت په راتلونکي کې د نجونو د رول په اړه ئې ټینګار وکړ: د هېواد راتلونکی ستاسو په لاس کې دی. تاسو نه یوازې د ټولنې د راتلونکو میئندو په توګه مهم رول لرئ، بلکې کولی شئ په بېلابېلو برخو کې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړئ.

هغه پر دې پر ټینګار سره چې د انسانانو روزنه تر ټولو مهم مسؤلیت او د خلقت فلسفه ده، وویل: باید ټینګار وکړم چې نن ورځ مونږ مسؤلان باید ستاسو نجونو ته د رول جدي او بنسټیز پام ولرو.

قالیباف د ښوونکو او مديرانو له هڅو څخه د نوي نسل د روزنې لپاره قدرداني وکړه او زیاته ئې کړه: امام خمینی (ره) فرمایلي دي چې د ښوونکو کار د نبیانو چاره ده، له همدې امله ښکاري چې په ښوونځیو کې تعلیم او روزنه د هېواد د ودې او راتلونکي بنسټ جوړوي.

د اسلامي شورا مشر په پای کې د هېواد د اوسني امنیت یادونه وکړه او د وروستۍ ۱۲ ورځنئ جګړې ته ئې اشاره وکړه: د  وسلوالو ځواکونو او خلکو امنیت او پیاوړتیا، د مقدسې دفاع د پړاؤ برکت او د هغه د پیاوړتیا روحیه ده او  مونږ ټول دنده لرو  چې دا پیاوړتیا او یووالی وساتو.

https://iqna.ir/fa/news/4306705

captcha