IQNA

د قرآن کریم په بشپړحفظ کې د څلورو فلسطینیو خویندو بریالیتوب

14:12 - September 24, 2025
د خبر لمبر: 3491758
ایکنا - د فلسطین د لوېدیځې غاړې د «رام‌الله»  په «دیرقدیس» کلی کې څلور فلسطینئ خوئیندې وتوانېدې چې ټول  قرآن کریم حفظ کړي.

  ایکنانیوز د صراحه نیوز له قوله راپور راکوي، دغو فلسطینيو خوئیندو په یوه ویاړمنې  او د ستاینې وړ هڅې کې، چې د هوډ، ارادې، معنویت او د کورنۍ د ملاتړ ترکیب دی،ټول قرآن کریم حفظ کړ.

دغو څلورو خوئیندو تقریباً په یوه وخت کې د ټول قرآن کریم  حفظ پای ته ورساوه، چې دا د دوي د قرآن حفظولو ته د ژمنتیا او ورځني نظم او انضباط څرګندونه کوي.

د کورنۍ دوامداره هڅونه او د یوه هڅوونکي تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې د هغې چورلیزي رول په دغه بریالیتوب کې اغېزشیندونکی و او دا لاسته راوړنه د فلسطین په ټولنې کې د تعلیمي او دیني غوره والي نښه ده.

دا بریالیتوب همدارنګه د مسلمانو کورنیو او ځاي ټولنې مهم رول ښئي چې د خپلو ماشومانو د دیني تعلیم ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول د فلسطین په تعلیمي او دیني برخو کې د مخامخ سختو شرایطو په پام کې په نیولو سره دغه شان ګام پورته کول دویاړ او نوښت څرګندونه کوي.

د دغو څلورو خویئندو لخوا د قرآن کریم بشپړ حفظ د ځاي ټولنې تر اغېز لاندې راوست او دوي دغو خوئیندو ته د دې بریالیتوب مبارکي وویله او د دوي لپاره ئې د دوامداره بریالیتوب او د قرآن او قرآني ارزښتونو خدمت ته د ثابت قدمۍ هیله وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4306407

captcha