ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام ددفتر د ا طلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ، په دغو دستورو کې چې له درست هیواده د دولس ورځنئ تپلي جګړې د یوشمیر شهیدانو کورنیو،مختلفو خلکو، د اهل بیت علیهم السلام دنړیوالې ټولنې مشر حجةالاسلام اختری ، د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس میلمنو پکې شتون درلود، په دغو دستورو کې د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر حجةالاسلام اختري پخپلې وینا کې د ربیع الاول دمیاشتې په تیره بیا د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد د یو زر پنځه سومې کلیزې ته په اشارې سره ، په اوسنیو شرائطو کې د اسلامی نړۍ ترټولو لوي او مهم مشکل د حضرت محمد مصطفی(ص) د شخصیّت بشپړ نه پیزندګلوي وبلله او وې وئيل، د اسلام د دین دټولنیزو او وګړنیزو اړخونو بیانول ، د اسلامی ټولنې یوه ترټولو مهمه دنده ده.
د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین موضوع او په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسئله ده ،زیاته کړه، په اوسنیو شرائطو کې د مسلمانانو دنده د ظالمانو او ستمګرو په وړاندې ټينګه دریدا او د اسلامی حکومتونو دنده ، له وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره د هر ډول ارتباط غوڅول دي.
په دغو دستورو کې د پیغمبر اکرم (ص) او امام جعفر صادق (ع) په ستاینې او مدحه کې د نعتونو او مداحئ په ترسره کیدا سره حمید رمضان پور ددغې نیکمرغه زوکړې په مناسبت د عقیدت ګلونه وړاندې کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4304414