یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله ارپور راکړ،د سعودي عربستان پاچائي دربار نن په یوې اعلامیې کې اعلان وکړد سعودي لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا مشر،: شیخ «عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد آلشیخ»، له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي .
د دې اعلان له مخې، «نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د هغه د جنازې لمونځ د ریاض ښار په امام ترکي بن عبدالله جامع جومات کې تر سره شول
همدارنګه، د سعودي عربستان پاچا امر کړی چې د هغه په درناوي د جنازې غائبانه لمونځ نن له لمانځه وروسته په مکه مکرمه کې په مسجد الحرام، په مدینه منوره کې په مسجد النبوي او د هېواد په ټولو جوماتونو کې تر سره ش چې همداسې وشول..
د راپور له مخې، شیخ عبدالعزیز آلشیخ کلونه کلونه د سعودي عربستان د لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا د مشر په توګه دنده ترسره کړې او په دې هېواد کې یې د دیني مشرتابه او اسلامي فتواوو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164978