ایکنانیوز د کلتور او ارشاد دوزارت د اطلاع رسونې د دفتر له قوله راپور راکړ،د قرآن د عالی مرکز مشر ااو د کلتور اواسلامی ارشاد د وزیر د قرآن اوعترت د چارو مرستیال حجةالاسلام حمید رفعا ارباب سلیماني د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اونئ په مناسبت په یوه پیغام کې په دې مناسبت مبارکي ووئيله او وې وئيل؛ اتحاد ،یووالی او پیوستون د اسلامی امت د عزت او اقتدار ضمانت دی.
هغه پخپل پیغام کې په دې مناسبت درست اسلامی امت ته په مبارکئ وئيلو سره ووئيل؛ دغه مبارکې شپې ورځې د حضرت امام خمینی په حکیمانه نوښت سره د وحدت اونۍ نومول شوې ده، چې د اسلامی امت ترمینځ د ورورولئ،انسجام،یووالي او د یوزړتوب د ضرورت یادونه ده. په هغو سختو شرائطو کې چې له سوچه محمدی اسلام سره د ډغرې او د کفر د لیدتوګو له یرغلونو سره مخ شوي یوو، هڅه وکړو ، په حقیقي معنا په درستې نړۍ کې د توحید د کلمې شعار او پیغام خور کړو.
هغه ووئيل، امام خمینی تل د دښمنانو د دسیسو په ژورو درک سره اسلامی امت وحدت ته او له اختلافاتو څخه لیریکیدا ته دعوت کړی او سپارښتنه ئې کوله ، ګواکې دغه شپې ورځې لیدې او خبرې ئې کولې. مونږ باید هڅه او کوشش وکړو چې د توحید کلمه په نړئ کې خوره کړو او د کلمې توحید په مسلمانانو کې لازیات ټينګ کړو .
د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر د قرآن اوعترت د چارو مرستیال دغه راز پخپل پیغام کې ووئيل،د امام کلام او د هغه په حقه جانشین حضرت امام خامنه اي سپارښتنې او لارښونې دي، دټولو لپاره څو په اخلاقي او دیني مشترکاتو باندې په تکیې سره له تفرقې او درز څخه ډډه وکړو او د یوه واحد اسلامی امت د تحقق په لاره کې ګام پورته کړو او وحدت رامینځةکونکو سیاستونو او پروګرامونو سره په اسلامی ټولنې کې د یوزړتوب و محبت فضا پیاوړي کړو.
https://iqna.ir/fa/news/4304213