ایکنانیوز د قدس پریس له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د قطر په پلازمینې دوحې باندې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو تیریو په محکومولو سره دا د ملګروملتو د منشور ،دنړیوالو قوانینو او نړ یوالو قواعدو ښکاره خلاف ورزي وبلله.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، چې دغه حمله دسیمې امنیت او ثبات ګواښي او نړیواله سوله کمزوري کوي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي، اسلامی ملګرتیا موسیسه د خپل منشور او د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې د پریکړه لیکونو او د خارجه وزیرانو د شورا د فیصلو په اساس دهر غړی هیواد په حاکمیّت او امنیت باندې هرډول حمله په چورلټ ډول ردوي.
اسلامی ملګرتیا موسیسې همداراز له قطر سره د خپل بشپړ پیوستون څرګند کړ او د قطر د اوسیدونکو، ښاریزو د امنیت اوثبات او دمځکنئ بشپړتیا او امنیت څخه ئې ملاتړ وکړ.
دغې موسیسط یوځل بیا پر نړیوالې ټولنې ، امنیت شورا غږ کړی څو د په سیمې کې د خپلو خطرناکو او دوامدارو حملو دریدا او نړیوالو قوانینو او د روا نړیوالو پریکړه لیکونو ته احترام کولو ته د اسرائيلو په اړباسلو سره دې خپل مسئولیّت په غاړه واخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4304442