IQNA

سيد حسن نصرالله: د امام حسين اربعين دې بايد په نړيوالې سویې ولمانځل شی

19:45 - January 15, 2012
د خبر لمبر: 2257269
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ ستر سكتر ښاغلی نصر الله د لبنان په بعلبك ښار كې د امام حسين عليه السلام د څلویښتنی په مراسمو كې په خپل خطاب كې وويل چې د امام حسين اربعين دې بايد په نړيوالې سویې ولمانځل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری ويب پاڼې المنار یې نقلو چې ښاغلی نصر الله د لبنان د بعلبك ښار په څلویښتنی مراسمو كې په خپل خطاب چې د روانی ميلادی مياشتی جنورۍ په ديارلسمه نیټه تر سره شو وويل چې د څلویښتی په مراسمو كې دومره زيات شمير سره ګډون او د ماتم لپاره بعلبك ښار ته پياده راتلل د خلكو د امام حسين عليه السلام سره د مينی او عشق نخښه ده.
هغه د امام حسين عليه السلام د پاڅون په فلسفی او علتونو هم رڼا واچوله او جوته یې كړه چې امام زين العابدين او بی بی زينب سلام الله عليها د خطبو نه پس د كوفی حالات بالكل بدل شول.
هغه همداراز زياته كړه چې د حزب الله غورځنګ څخه وسله هیڅوك نشی اخستلی.
934638
captcha