IQNA

(كوناكری، د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه) د نمانځنې د پائې مراسم ترسره كيدونكې دی

21:52 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269084
بين المللی ډله: د ( كوناكری، په ٢٠١١ ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) د برنامو د نمانځنې د پائې مراسم د روانې سلواغې د مياشتې په ١٩ نیټه په ګينه هيواد كښې ترسره كیږی.
د (آيسسكو) د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ( كوناكری، په ٢٠١١ ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) د نمانځنې د برنامو د پائې مراسم د چارشنبې په ورځ د روانې سلواغې د مياشتې په ١٩ نیټه د اسلامی روزنې، علومو او فرهنګی سازمان د لوئې مدير عبدالعزيز عثمان التويجری په شتون سره په (ګينه) هيواد كښې ترسره كيدونكی دی.
د دغو مراسمو په لړ كښې به د آيسسكو لوئې مدير د ګينه د سياسی او فرهنكی چارواكو سره په يوشمير ليدنو كتنو كښې د دوواړخيزو همكاريو د پياوړتيا د لاروچارو په هكله خبرې اترې وكړی او د ( كوناكری، په ٢٠١١ ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) د نمانځلو د برنامو نتائج به وجاجوی.
(كونكری) د ګينه جمهوريت پلازمينه او د دغه هيواد ترټولو ستر ښار دی. دغه بندری ښار د افريقې د سترې وچې يو مهم ښار ګڼل كیږی. 946460
captcha