د اماراتو چاپ «البيان» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسجدالحرام د چارو د توليت مرستيال محمدالخزيم په دې هكله ووئيل: په مسجدالحرام كښې مختلفې طرحې د اجرا كيدو په حال كښې دی چې په هغو كښې ترټولو مهمه طرحه د مسجدالحرام پراخول دی او د روان كال د رمضان په مياشت كښې پائې ته رسی.
محمدالخزيم په دوام كښې زياته كړه: په مسجدالحرام كښې د نويو منارو جوړول د دغې طرحې يوه بله برخه ده چې د هغې په پوره كيدو سره به د منارو شمير ١٣ ته ورسی.
دوی همداراز څرګنده كړه: د سږ كال د عمرې د موسم لپاره هم يوه ځانګړې طرحه د اجرا كيدو په حال كښې ده چې د روان كال د شوال د مياشتې تر نيمائی پورې به دوام ولری.
دوی په پائې كښې يادونه وكړه: دغه طرحه د بيت الله الحرام د زيارت كونكو لپاره د عمرې د مناسكو په ترسره كولو كښې د آسانتيا او هغوی ته د اړتياوړ خدماتو د وړاندې كولو په موخه اجرا كیږی. 965093