د بيروت د قرآن كريم د جميعت مدير، د قرآن علومو او تفسير كارپوه او د لبنان د جامعه المصطفی (ص) العالميه د څانګې معلم احمدحاج حسين محمدی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د بيروت د قرآن كريم جميعت يا تنظيم اراده لری چې د قرآن كريم په اړوند د سيدحسن نصرالله ويناوې او خطبې په يو كتاب كښې راغونډې كړی او هغه چاپ كړی.
دوی زياته كړه: په دغه كتاب كښې د سيدحسن نصرالله هغه ټولې ويناوې چې پكښې قرآنی مفاهيم او اصول بيان شوی دی، راغونډې كړی او د لبنان په پلازمينه بيروت كښې ئې د قرآن كريم د جميعت په همت خپرې كړی.
احمدحاج حسين محمدی څرګنده كړه: نن سبا د دغه كار په وړومبيو مراحلو كښې يو او د هغوی زياترې ويناوې او تقريرونه مو راغونډ كړی دی. 965637