IQNA

په هندوستان كې د اسلامی ویښتيا په اړه د حضرت فاطمه زھرا(س) ليد توګې جاجولې شی

17:09 - April 20, 2012
د خبر لمبر: 2308331
د تفكر او علم ډله د هندوستان په بيهار ولايت په پتنه ښار كې د اسلامی ویښتيا په اړه د حضرت فاطمه زھرا(سلام الله عليها) ليدتوګې د روانې مياشتې اپريل په دريمه نیټه څیړلې شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د هندوستان د بيهار ولايت په پتنه ښار په «حاج بھاوا»(Haj Bhawan) ستر هال كې د يو كانفرنس په تره كولو سره د اسلامی ویښتيا په اړه د حضرت فاطمه زھرا(سلام الله عليها) ليدتوګې د روانې مياشتې اپريل په دريمه نیټه د شيعه او سنې پوهاندو او دينی عالمانو په شتون څیړلې شی.

په دې كانفرنس كې د المصطفی پوهنتون استازې ښاغلی علامرضا مهدوی ، د جهاركند ولايت ګورنر ښاغلی سيد احمد د بيهار ولايت مشر نيتيش كمار د هندوستان د حج سازمان مرستيال ښاغلی حسن احمد ګډؤن كوی.
د دې سيمينار تر سره كوونكی كمیټۍ مشر ښاغلی سيد مراد رضا رضوی د دې سيمينار په اړه وويل چې دا ستر كانفرنس د اسلامی ویښتيا په اړه د مسلمانانو تر مينځ د اتحاد ا يوولې راوستلو په هدف له مختلفو دينی او كلتوری موسسو لكه محْبان ام الايمه او مقصد حسينی و داسې نورو موسسې په وسيله تر سره كیږی.
988840
captcha