د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د روس غږ اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. يفيم رضوان هغه دود ته دوام وركوی چې په شلمه پېړۍ كښې یې د پټرزبورګ پوهنتون د فروفېسر ((اېګناتای كراچكوفسكی)) لخوا بنياد كېښودے شو. د قران شريف هغه ترجمه چې د هغۀ لخوا وشوه ، په ١٩٦١ كښې خپره شوه تر اوسه د قران شريف ترټولو دقيقه روسی ترجمه ده.
يفيم رضوان په دې حقله وويل: په روسی ژبه د قران شريف دغه نوې ترجه چې كار یې پېل شوے دے يو ډېرلوے پراجېكټ دے چې د قران شريف په زبانی تفسير او كلمه په كلمه د قران شريف د ټول متن په ګرامر باندې به مشتمل وی. دغه ترجمه به له ترسره كېدو وروسته په اېنټر نېټ كښې هم وركړې كیږی. زۀ به په دې حقله له هیڅ يو تفسير څخه استفاده نۀ كوم. زما لپاره بس دا يو اصل مهم دے چې قران شريف خپله د هر يو څيز وضاحت كوی.
دغه نوې ترجمه به په داسې تفسيرونو سره بشپړه شی چې زبانی ، ګرامی او معنائی به وی. يفيم رضوان تر اوسه د زبانی- ګرامری تفاسيرو نيمائۍ پاې ته رسولې ده چې تقريباً ٢٥٠٠ مخه جوړیږی.
990104