IQNA

په اروپا كښې د محراب د وړومبی شهيد د څلویښتمې مراسم ترسره شول

20:44 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311092
بين المللی ډله: په اروپا كښې د محراب د وړومبی شهيد حجت الاسلام والمسلمين عبدالله دحدوح د شهادت د څلویښتمې ورځې مراسم په فرانسه كښې ترسره شول.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د حجت الاسلام والمسلمين عبدالله دحدوح د شهادت د څلویښتمې ورځې مراسم وړمه ورځ په پيرس ښار كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د فرهنګی رايزنۍ د مسئولانو او د جامعه المصطفی (ص) العالميه د نمائندګانو په همت ترسره شول.
د بلجئم په پلازمينه بروكسل ښار كښې د امام رضا(ع) نومی مسجد او د اسلامی مركز امام جماعت حجت الاسلام والمسلمين عبدالله دحدوح په دغه جومات باندې په حمله او د هغه د سوزولو په پیښه كښې په شهادت ورسيد.
دغه پیښه د ټولې نړۍ د اسلامی مركزونو او تنظيمونو له خوا د پراخې غندنې سره مخامخه شوه او اعتراض كونكو د دغه جنايت د ترسره كونكو د نيولو لپاره د اروپا د اتحادئې د هيوادونو د امنيتی ادارو له خوا د پراخو اقداماتو غوښتنه وكړه چې تراوسه پورې د بلجيئم او نورو هيوادونو د چارواكو له خوا په دې لړ كښې كوم اغيزمن اقدام نه دے ترسره شوے. 990929

captcha